د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۳۸

په هلمند کې د سرې میاشتې ریاست خوارکي توکي وویشل


د هلمند د سرې مياشتې د رياست له لوري د شهيدانو له دوه سوه کورنيو سره د خوراکي توکو د ويش لړۍ پيل شوه، د سرې مياشتې ریيس ويلي دي چې د دغه مرستې د ويش لړۍ يي د روژې د مياشتې د را رسېدو په مناسبت پيل کړې.

د هلمند د سرې مياشتې رياست په هلمند کې د دوه سوه شهيدانو د واريثينو سره د خوراکي توکو د مرستې لړۍ پيل کړه، دغه مرسته د هغه شهيدانو د کورنيو سره کيږي، چې په ځان مرګو بريدونو،چاودنو او بمبارېو کې يي د کورنۍ غړي دلاسه ورکړي وي، د هلمند د سرې مياشتې ريس ډاکتر احمد الله احمدي ازادۍ راډيو ته وويل:

(دا مرستې د سرې مياشتې د رياست له لوري يوازې هغه کورنيو ته ورکول کيږي چې د کورنۍ د غړو نفقه يي بل څوک نه شي پوره کولای.

په دې برخه کې پنځوس کيلو اوړه او يوه ډبه غوړي ورکول کيږي او موږ هڅه کوو چې دا مرستې دوامداره هم کړو او زياتې يي هم کړو.)

سره مياشت يوه خپلواکه ټولنه ده چې تل د زيانمن شوو او بې ځايه شوو کورنيو سره د مرستو د ورکړې پروګرام جوړه وي.

دا مرستې په داسې حال کې د ځانمرګو بريدونو او نورو چاودنو له امله د وژل شوو کسانو کورنيو ته ورکول کيږي چې تېره اونۍ په هلمند کې د کوچيانو د درې زره کورنيو سره د خوراکي توکو د مرستې د ويش برخه پاى ته ورسېدل.

که څه هم په هلمند کې د مرستو د ويش لړۍ زياتې دي خو زیاتره وخت خلک شکايت کوي چې دغه مرستې په انصاد نه ويشل کيږي.

دلته هم د مرستې اخیستونکي شکايت کوي چې پوره مواد نه ورته رسيږي، دوي له دولت او مرستندويه ټولنو نه غوښتنه کوي چې د شهيدانو يتيمان هير نه کړي او مرستې ورسره دوام داره کړي:

(دا مرستې خو ښه دي مګر پوره نه ورکول کيږي،دا چې کورنيو ته ورکول کيږي هغه نیمايي کيږي او نيم يي ورکوي، ټول دنيا دولتي کسانو او قومي مشرانو وخوړله مګر مسکينانو ته د خپل حق نيمايي ورکوي.)

د يادونې وړده چې د هلمند د سرې میاشتې رياست ته د سرې مياشتې د مرکزي دفتر نه يو عراده موټر هم وسپارل شوو چې د سرې مياشتې د ريس احمد الله په خبره دا به يي د کارونو په اسانتيا کې مرسته وکړي.

د هلمند د سرې مياشتې رياست يوازنۍ مرستندويه ټولنه ده چې په هرمناسب وخت کې يي د ناداره کسانو اواز ته ځواب ويلی دی او مرستې يي ورته رسولي دي.
XS
SM
MD
LG