د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

د چیلي په یوه کان کې ۳۳ کارکونکي اوس هم لا ژوندي دي


د چيلي په يوه کان کې ٣٣ تنه کارکوونکي چې له ١٧ ورځو راهيسې تر ځمکې لاندې ګیر پاتې وو، يو پيغام استولی او ويلي يې دي، چې دوي لا هم ژوندي دي.

ژغورونکو د سرو زرو او مسو د دغه نړېدلي کان ٧٠٠ متره ژورې فاصلې ته يو پلټونکى استولی دی. دې پلټونکي له ځان سره په لاس ليکلى پيغام راوړ چې په کې لیکل شوي چې دا ٣٣ کارکوونکي لا هم ژوندي او په يوه بېړني استوګنځي کې یوځای دي.

د چيلي ولسمشر سبستيان پنيرا پرون وويل، حکومت به په دې برخه کې جدي اقدام وکړي:

(زه غواړم ووايم، چې د چيلي ټول خلک له دې کبله د خوشحالۍ او احساساتو ژړا کوي.

لومړى کار چې زه يې کوم دا دى چې د کان کيندونکو مننه وکړم، چې دوى له دوو اوونيو راهيسې د غرونو په ژورو کې د ژغورنې لپاره زيات مقاومت او د زړورتيا او ستاينې وړ کار وکړ. زه د کان کيندونکو د کورنيو مننه هم کوم.)

ژغورونکې ډله وايي، چې پاتې کسان ښايي تر نورو څلورو میاشتو پورې تر ځمکه لاندې پاتې شي ځکه د کان د برمې او د ځمکې سطحې ته د دوی د راوستو لپاره همدومره وخت په کار دی، خو کېداى شي دوى ته د خوړو، اوبو، اکسيجن او نورو ضروري توکو د رسولو امکانات برابر شي.
XS
SM
MD
LG