د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

کرزي: د امریکایانو د مالیې پیسې دې پر خصوصي امنیتي کمپنیو ودرول شي


د ښاغلي کرزي په وینا له افغانستان سره د مرستو پيسې د خصوصي امنیتي کمپنیو له لارې تروریستانو او وسله والو مخالفینو ته هم رسېدای شي.
د ښاغلي کرزي په وینا له افغانستان سره د مرستو پيسې د خصوصي امنیتي کمپنیو له لارې تروریستانو او وسله والو مخالفینو ته هم رسېدای شي.

افغان ولسمشر حامدکرزي په هېواد کې د خصوصي امنیتي کمپنیو د فعالیت د بندولو لپاره یوځل بیا د خپلې پرېکړې دفاع وکړه او د امریکا له خلکو یې غوښتنه وکړه، چې خپلې د مالیې پیسې دې هغو امنیتي قراردادیانو ته نه ورکوي.

ښاغلي کرزي له ABC ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، زه د امریکا پر خلکو غږ کوم چې خپلې په زیار ګټل شوې پیسې دې پر هغو ډلو نه ضایع کوي، چې نه یوازې د افغانستان خلکو ته یې سرخوږی جوړ کړی بلکې احتمالاً له مافیايي ډلو سره اړیکي لري.

د ښاغلي کرزي په وینا له افغانستان سره د مرستو پيسې د همدې ډلو له لارې تروریستانو او وسله والو مخالفینو ته هم رسېدای شي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه، هغو نسبتاً لوړو تنخواګانو چې د دې بهرنیو امنیتي کمپنیو له خوا ورکول کېږي له افغان امنیتي ځواکونو سره د خلکو د یوځای کېدو په لاره کې لوی خنډ جوړ کړی.

ده وویل، که یو افغان ځوان ته په یوه امنیتي کمپنۍ کې لوړه تنخواه ورکول کېږي نو دی به ولې په پولیسو کې غړیتوب ته زړه ښه کوي، نو ځکه د افغان امنیتي ځواکونو پرمختګ په طبیعي ډول له خنډ سره مخامخ کېږي.

ښاغلي کرزي وویل، د افغان امنیتي ځواکونو د ودې لپاره باید دا ډلې له مینځه ولاړې شي. ده که څه هم یادونه وکړه، چې د ډيپلوماټانو او مرستندویو ټولنو د امنیت لپاره به یوازې یوه محدود شمېر امنیتي قراردادیانو ته د فعالیت اجازه ورکړي خو یوځل بیا یې ټینګار وکړ، چې دوی به هېڅکله هم سړکونو یا بازارونو او لویو لارو او یا هم پر لویو لارو اکمالاتو ته پرې نه ښودل شي، ځکه د ښاغلي کرزي په وینا دا د افغان امنیتي ځواکونو او پولیسو کار دی.

افغان ولسمشر تېره میاشت د کابل په کنفرانس کې ژمنه وکړه، چې د هېواد امنیتي ځواکونه به تر ۲۰۱۴ کاله پورې د ټولو امنیتي چارو مسوولیت په غاړه واخلي او له دې وروسته یې تېره اوونۍ د څلورو میاشتو په ترڅ کې په هېواد کې د موجودو خصوصي امنیتي کمپنیو د انحلال فرمان لاسلیک کړ.

د ښاغلي کرزي استدلال دا و، چې دې کمپنیو د امنیت پرځای په هېواد کې بې امنیتي راوستې ده:

"شخصي امنیتي ډلې، امنیتي شخصي شرکتونه هره ورځ زموږ په هېواد کې د بدبختۍ باعث کېږي. زموږ د خلکو حقوق تر پښو لاندې کوي، امنیت خرابوي. خدای خبر چې دوی د ورځې له خوا غلاوې او شوکې کوي کوي او د شپې تروریستان ترې جوړېږي."

د امریکا دفاع وزارت د افغان ولسمشر د دې پرېکړې په عکس العمل کې وویل، د خصوصي امنیتي کمپنیو د انحلال لپاره ټاکل شوې موده ډېره کمه او ستونزمنه ده، ځکه د دوی په وینا افغان ځواکونه تراوسه هسې چې لازمه ده نه دي روزل شوي.

خو رویټرز خبري اژانس د امریکايي سناتور لیندسي ګراهام وینا را اخیستې ده، چې څه موده مخکې افغانستان ته له سفر وروسته یې له CBS ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، افغان پوځ دومره پرمختګ کړی چې داسې پرمختګ ده مخکې هېڅکله هم نه و لیدلی.

سناتور ګراهام همداراز وویل، چې د افغانستان امنیتي حالت دې هېواد ته د اضافي امریکايي عسکرو له استولو وروسته ډېر ښه شوی دی.
XS
SM
MD
LG