د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

په ننګرهار کې لسو تنو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې


د جلال اباد جنوب ته د يکشنبې په شپه د ائتلافي ځواکونو په عملياتو کې ٧ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٣ زخميان دي.

د ختيځو سيمو لپاره د ائتلافي ځواکونو مبطوعاتي دفتر خبريالانو ته ويلي، دوى نه پوهېږي چې څومره مخالفين يې وژلي، خو د سباوون هوتک په نوم د دوى يو وياند وويل:

د وژل شوېو مخالفينو شمېر ډېر دى. بل لوري ته د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي وويل،٧ تنه وسله وال مخالفين مړه او ٣ تنه زخميان شوي.

ښاغلي عبدالزي زیاته کړه: عمليات د شپې له خوا شوي، چې له هوايي ځواک نه هم په کې کار اخیستل شوى او تر دې اضافه جزيات نه لري.

د حکومت وسله والو مخالفينو دوى ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو د وسله والو مخالفينو وياند ذبيح الله مجاهد ازادۍ راډيو ته ويلي:

د يکشنبې د ورځې په غرمه يې د خوګياڼيو ولسوالۍ په خورانو کې د امريکايي پوځيانو په کاروان بمي بريد کړى او وروسته يې جګړه کړې، چې له امله يې دده په وينا د بهرنيو ځواکونو درې ټانکونه ويجاړ کړي، ٤ تنه يې وژلي او ٣ تنه يې ټپيان کړي؛ خو د ائتلافي ځواکونو مطبوعاتي دفتر او د ننګرهار د ولايتي ادارې وياند له دغه جګړې نه ناخبري ښودلې ده.

محمد داود وفا
XS
SM
MD
LG