د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

افغان او نړیوال ځواکونه هېواد کې د امنیت د پراخولو هڅه کوي


افغان او نړېوال ځواکونه وايي، چې هڅه کوي د انتخاباتو تر رارسېدو پورې په نا امنیو سیمو کې هم امنیت ټینک کړي.
افغان او نړېوال ځواکونه وايي، چې هڅه کوي د انتخاباتو تر رارسېدو پورې په نا امنیو سیمو کې هم امنیت ټینک کړي.

افغان او ناټو چارواکي وايي، چې دا مهال د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنیت پر پروګرامونو باندې کار کوي او هیله څرګندوي، چې د امنیت لمن به د انتخاباتو تر ورځې پورې ګام پر ګامه نوره هم پراخه کړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، چې د نا امنیو له امله به د رایه ورکولو له ۹۰۰ څخه زیات مرکزونه تړلي وي، افغان امنیتي چارواکي وايي، چې دوی هڅه کوي دا شمیره راښکته کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د یکشنبې په ورځ په کابل کې ژورنالستانو ته وویل، چې دوی له نړیوالو ځواکونو سره یوځای کوښښ کوي، چې د انتخاباتو تر ورځې پورې په هیواد کې د ا منیت لمن ګام پر ګام پراخه کړي.

"څرنګه چې د انتخاباتو کمیسیون ویلي دي، چې له ۹۰۰ څخه زیات انتخاباتي سایټونه ستونزې لري، نو موږ به په دې پاتې موده کې هڅه وکړو، چې د خپلو محاربوي، تصفیوي او نورو فعالیتونو له امله دغه ستونزې حل کړو، که څه هم په ځینو برخو کې به ستونزې وي."

ښاغلي عظیمې وړاندې وویل: بې له شکه چې په هیواد کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو راهیسې امنیتي ستونزې یو څه زیاتې شوي دي خو د ناټو چارواکي وايي، چې د تیرو انتخاباتو له تجربو څخه په ګټه اخیستنې او د امنیتي ځواکونو د شمیر د زیاتوالي له امله دوی ډاډه دي، چې د ولسي جرګې انتخابات به په یوې خوندي فضا کې ترسره شي.

اخوا د ناټو ملکي ویاند ډامینیک میډلي په دې خبري غونډه کې پر افغانانو غږ وکړ، چې په پراخه کچه دې په راتلونکو انتخاباتو کې برخه واخلي.

"اجازه راکړئ چې ټول افغانان دې ته وهڅوم چې په راتلونکو مهمو انتخاباتو کې رایه ورکړي، د دغو انتخاباتو لپاره امادګۍ زیاتې شوي دي.

د انتخاباتې د بهیر د بهتر کیدو هڅې روانې دي، افغان امنیتي ځواکونه يې د امنیت مشري په غاړه لري او د ناټو ځواکونه به یې د ملاتړ لپاره تر شا ولاړ وي، دا انتخابات د سیاسې له نظره ډیر اهمیت لري نو ځکه ټول افغانان باید د خپلې رايې د ورکولو له حق څخه په کې کار واخلي."

د افغانستان امنیتي ادارو تیره اوونۍ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته خپل بشپړ امنیتي پلان تشریح کړ، چې د انتخاباتو کمیسیون د دغه پلان تر مطالعې وروسته خبري رسنیو ته وویل، چې په ټول هېواد کې ۹۳۰ انتخاباتې سایټونه دي، چې د امنیتي ګواښونو له امله به تړلي وي.

د دغه خبر په اوریدو سره د ازادو او منصفانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا او عامو افغانانو اندیښنه څرګنده کړه او د انتخاباتو د کمیسیون او د امنیتي چارواکو څخه یې وغښتل چې ټولو افغانانو ته دې په انتخاباتو کې د رایه ورکولو شرایط برابر شي.

راپور: مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG