د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

نجفي:۱۷۰۰ کاري پوسټونه مو سیالۍ ته وړاندې کړي


د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست داود علي نجفي
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست داود علي نجفي

د افغانستان د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې د دغه وزارت په ادارو کې د اصلاحاتو په هدف به په سلګونو کسان د ازادو سیالیو له لارې وګماري او زیاتوي چې د هوایي ټرانسپورټ د اسانتیاوو لپاره د هېواد په څو لویو هوايي ډګرونو کې کار روان دی.

په دولتي ادارو کې د بدلونونو او اصلاحاتو د هڅو په لړ کې د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وايي، د دغه وزارت تر ۱۷۰۰ ډیر کاري پوسټونه ازادې سیالۍ ته وړاندې کوي څو د کار وړ کسان په دندو وګماري.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست داود علي نجفي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دغه اصلاحات د مرکز تر څنګ په ولایاتو کې هم راځي:

”د معاشونو د رتبو په دغه نوي سیستم سره د ۱۷۴۴ تنو پوستونه اعلانیږي، له دغو پوستونو څخه ۱۰۴۹ پوسټونه په مرکز او ۶۹۵ پوسټونه په ولایتونو کې سیالۍ ته وړاندې کېږي،هیله لرم هغه وخت چې ورته ټاکل شوی په هم هغه وخت کې یې پای ته ورسوو.“

ښاغلي نجفي زیاته کړه چې د هوایي او مځکني ټراسپورټ د اسانتیاوو لپاره هڅې روانې دي، نوموړي وویل چې همدا اوس د کابل، کندهار، هرات او مزار شریف پر هوایي ډګرونو کار په چټکۍ روان دی چې دغه ډګرونه پر نړېوالو معیارونو جوړ شي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواک کمېسیون ريئس احمد مشاهد د تړون د لاسلیک پر وخت وويل چې دولتي ملکي ادارې باید پر نړېوالو معیارونو جوړ شي:

”موږ اړېو چې د افغانستان ملکي ادارې د نړېوالو معیارونو او بریالیو تجربو سره سمې جوړې کړو، یو ګام چې په دې لاره کې اخیستل شوی د ملکي ادارو په صنعتي شکل اړول دي، پخوا ۱۲ رتبې وې او موږ نن په ۸ رتبه يي واړولې.“

اوس مهال په افغانستان کې د دولتي ټرانسپورټي شرکتونو ترڅنګ شخصي شرکتونه هم خلکو ته کار کوي، خو عام خلک د دغو شرکتونو د خدمتونو د ټیټ کیفیت په اړه شکایتونه کوي.

خلک پر ټرانسپورټ وزارت انتقاد کوي چې د الوتکو فعالیتونه په سمه توګه نه څاري او په هوايي ډګرونو کې ستونزو ته پام نه کوي، د ټرانسپورټ وزارت هیله ښيي چې د نوو اصلاحاتو په راوستو سره به د خلکو ستونزې تر یو ځایه حل شي.

معصوم میوندـ کابل
XS
SM
MD
LG