د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

جنرال عبدالرحمن: د کابل د امنیت لپاره نوي پلانونه لرو


د کابل د پولیسو قوماندان جنرال عبدالرحمن رحمن
د کابل د پولیسو قوماندان جنرال عبدالرحمن رحمن

د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، چې د امنیتي دېوالونواو موانعو د لیرې کولو سره سم یې د امنیت لپاره نوي پلانونه ترتیب کړی دي او د کابل ښار سربیره، په شاوخوا سیمو کې به هم پلي شي.

د کابل په ښار کې د ناامنیو د مخنیوي لپاره، پولیسو نوې هڅې پیل کړی دي.

د پولیسو چارواکي وایي، چې له لارو او سړکونو او همدارنګه د دفترونو له مخو څخه د موانعو د لیرې کولو سره سم پلان لري، چې د ښار امنیت په نویو تکتیکونو خوندي کړي.

د کابل د پولیسو قوماندان جنرال عبدالرحمن رحمن وایي، چې له سړکونو او د دفترونو له دروازو څخه د موانعو د لیرې کولو له پیل څخه، د دوی امنیتي تاکتیکونه هم بدل او په دوامداره توګه به جاري وي:

"د ښار د وضیعیت په پام کې نیولو سره، چیرې چې د ثابتو امنیتي پوستو موجودیت لازم نه وي، هلته به د شپې او ورځې ګرځنده پوستې جوړې شي
د امنیت لپاره دا د پولیسو نوی تاکتیک او د پیل په حال دی او د کابل شاوخوا سیموته به هم وغځیږي."

کابل ښاریان په تیرو میاشتو کې د ناامنیو د څو ناوړه پیښو شاهدان دی او له بله پلوه، د لارو او سړکونو پرسر موانع بله ستونزه ده، چې خلک یې ګالي.

له سړکونو او د دفترونو له دروازو څخه د موانع په لیرې کولو لاس پورې شوی دی خو د ناامنیو وېره اوس هم د خلکو له ذهنونو څخه نه وتلې.

د پوځي چاروکارپوهان د امنیت لپاره د پولیسو د نوي پلان عملي کیدل ګټور بولي خو د ټولو دولتي او خصوصي امنیتي ارګانونو ترمنځ همغږي لومړی شرط ګڼي. په دې هکله د کورنیو چارووزارت پخوانی مرستیال هادی خالد وایي:

"دا یو ښه پلان دی، خو په کابل په سلګونو ګارنیزیونونه جوړ دي او خلکو ته ذهنی ډار پیدا کړی دی خو د امنیت ساتلوته د امنیتي ارګانونو ترمنځ همغږي مهمه ده او بله دا چې جنایي او استخباراتي هڅې باید تردې هم جدي او مسلکي شي."

د کابل ښاریان هم وایي، چې د امنیت د ساتلو لاره، پرسړکونو او د دفترونو مخې ته د موانعو ودرول نه بلکې نویو او اغیزمنو امینتي هڅو ته ضرورت لري.

راپور: خان محمد(سیند)
XS
SM
MD
LG