د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

سویډن د ویکي لیکس ویب پاڼې د موسس د نیولو امر لغوه کړ


د ویکي لیکس ویب پاڼې موسس جولیان اسانژ
د ویکي لیکس ویب پاڼې موسس جولیان اسانژ
د سویډن مقاماتو د ویکي لیکس ویب پاڼې د موسس جولیان اسانژ د نیولو امرلغوه کړی او ویلي دي چې د نوموړي له خوا د جنسي تېري د تور په باب کافي شواهد نشته.

د سویډن څارنوالۍ تېره ورځ جولیان اسانژ چې د افغانستان د جګړې په اړه يې د امریکا د دفاع د وزارت محرمانه اسناد په خپله ویب پاڼه خپاره کړي په جنسي تیري تورن کړی وو.

خو څارنوالانو ویلي چې نوموړي د جنسي زورونې په یوې بلې قضیه کې چې وړه موضوع ده اوس هم تورن دی.

اسوشیټیډ پریس اژانس وايي، اسانژ چې ګمان کیږي په سویډن کې دی د تویتر انټرنیټي پاڼې له لارې يې دا تور رد کړی او هغه يې بې اساسه بللی دی.

د سویډن یوه څارنوال د جمعې په ورځ د جولیان اسانژ د نیولو امر صادر کړی وو او هغه يې په دو جلا قضیو کې په جنسي تېري او جنسي زورونې تورن کړی وه.

خو د دغه هېواد لوی څارنوال ایوافین په ۲۴ ساعتونو کې دننه د اسانژ د نیولو امر لغوه کړ.

نوموړي ویلي فکر نه کوي چې داسې کره او کافي شواهد موجود وي چې وښيي اسانژ دې جنسي تېری کړی وي.

د سویډن د لوی څارنوالۍ یوې ویاندې کارین روساند ویلي اسانژ په جنسي زورونې تورن دی خو دا دومره لوی اتهام نه دی چې له امله يې د ویکي لیکس ویب پانې د موسس د نیولو امر صادر شي.

جولیان اسانژ چې د استرالیا تبعه دی تېره اوونۍ په سویډن کې ووه څو د خپل فعالیت په اړه خبرې وکړي او د افغانستان د جګړې په اړه د نورو معلوماتو له خپرولو دفاع وکړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د ویکي لیکس له خوا د ۷۰ زرو محرمانه اسنادو خپرول د متحده ایالاتو په تاریخ کې د اسنادو د افشا کولو تر ټولو لویه پېښه ګڼلې ده.

د اګسټ میاشت په سر کې د امریکا د دفاع وزارت وویل، که ویکي لیکس د افغانستان د جګړې په باب نور اسناد خپاره کړي نو دا کار به د دغې ویب پاڼې د چلونکو بې مسولیتي څرګنده کړي.

پنتاګون له ویکي لیکس غوښتي چې ټول خپاره شوي اسناد له خپلې پاڼې لري کړي او نور محرمانه اسناد چې لا نه دي خپاره شوي دوي ته وسپاري.

د ویکي لیکس له خوا خپاره شوي محرمانه اسناد په افغانستان کې د امریکا او ناټو په مشرې د ۲۰۰۴ کال څخه نیولي د ۲۰۰۹ کال تر منځ د جګړې د بهیر په اړه دي.
XS
SM
MD
LG