د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

په کابل کې د اسلامي او هنري کتابونو نندارتون پرانیستل شو


په کابل کې د اسلامي کتابونو نندارتون
په کابل کې د اسلامي کتابونو نندارتون

په کابل کې دغه نندارتون د روژې د مبارکې میاشتې په ویاړ د هغو ټولنو له خوا چې اسلامي چارو ته کار کوي د یوې اونۍ لپاره پرانیستل شوی. دغې نندارې ته بېلابېلو ټولنو کتابونه وړاندې کړي او همدارنګه د خطاطۍ، انځورګرۍ او نقاشۍ اثار هم ایښودل شوي دي.

د روژې د مبارکې میاشتې په ویاړ او له اسلامي او ادبي چارو سره د ځوانانو د بلدتیا په خاطر په کابل کې د کتابونو یو نندارتونه پرانیستل شو.

د قران کریم د پسرلي په نوم دغه نندارتون د هغو ټولنو له خوا چې په دیني چارو او د مذهبي کتابونو د چاپ په برخه کې کار کوي جوړ شوی دی، د اسلامي اثارو تر څنګ د افغان هنرمندانو انځور ګرۍ، نقاشۍ او خطاطۍ هم په کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د دغه نندارتون یو وړاندې کوونکي محمد حیدر محقق وایې، چې د دوي هدف له اسلامي ارزښتونو سره د ځوانانو بلدول دي:

”د قران پیژندنې د خپرولو لپاره دغه نندارتون جوړ شوی دی او دا چې قران کریم زموږ د ټولو خلکو کورونو ته لاره پیدا کړي او د دې هېواد بچیان له قران سره وپیژني، په لومړي ګام کې، د قران ویل زده کړي، دوهم یې له مفاهیمو او تفسیر سره بلد شي، درېم په قراني لارښوونو عمل وکړي.“

نوموړي زیاته کړه، چې پروسږ کال یې هم دغه ډول نندارتونونه جوړ کړي و، چې سلګونو افغان ځوانانو ورڅخه ګټه اخیستې وه.

ځوانان چې دغه نندارتونه ته راغلي وه، د کتاب دغه ډول نندارتونونه ګتور بولي خو وايې چې په دغه نندارتون کې کتابونه د دوی تر وس په لوړه بیه خرڅیږي، ځوانان غواړي چې په دغه ډول نندارتونونو کې باید کتابونه او هنري اثار په کښته بیه خرڅ شي، یو ځوان وایي:

” له بده مرغه، زه فکر کوم څنګه یې چې دلته لیکلي دي هومره توپیر نه لري، دا هغه بیه ده چې په بازار کې هم په همدې بیه پیداکیږي.

د خلکو اقتصادي وضیعیت هم ښه نه دی او دلته زیاتره محصلین راځي، باید په بیو کې ورته کموالی په پام کې ونیول شي.

محصلین چې کتاب ویني، لومړی یې د بیي پوښتنه کوي او علت یې دا دی چې کافي پیسې نه لري.“

تر دې وړاندې هم د کتاب او نورو هنري اثارو نندارتونونه جوړ شوي دي، چې تر ډېره یې هدف کتاب ته د ځوانانو هڅول دي.

عام خلک وایي چې دغه ډول نندراتونونه باید د افغانستان په نورو ولایتونو کې جوړ شي او افغان دولت هم د کتاب نندارتونه ته کار وکړي، چې په دې سره به افغان ځوانان له کتاب سره لا بلد شي.

معصوم میوند - کابل
XS
SM
MD
LG