د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

روسیې له ارمنستان سره نوی تړون لاسلیک کړ


د روسیې او ارمنستان ولسمشران د یریوان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د تړون د لاسلیک پر مهال .
د روسیې او ارمنستان ولسمشران د یریوان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د تړون د لاسلیک پر مهال .

دروسیې او ارمنستان جمهورو رییسانو په ارمنستان کې دروسیې ځواکونو داډی دتمدید توافق لاس لیک کړ. له دغه توافق سره سم روسي ځواکونه تر ۲۰۴۴ کال پورې دګیومري په اډې کې پاته کیږي . روسیی له ارمنستان سره دامنیتي مرستو ژمنه هم کړې ده .

دروسیی او ارمنستان جمهورو رییسانو ډيمتری میدویف او سرژ سرکیسیان یو توافق سره لاس لیک کړ چې په ارمنستان کې دروسیې ځواکونو داډې کرایه څلورویشت کاله تمدیدوي .

له مخکنی توافق سره سم مسکو باید په ۲۰۲۰ کال دارمنستان په لویدیځ کې ګیورمی اډې څخه خپل عسکر ایستلی وی .

خودغه مهالویش تر۲۰۴۴ کاله پورې وغځول شو.

مسکو دا ژمنه هم کړې چې دارمنستان ځواکونو ته به عصري وسلې او تجهیزات برابروي او دارمنستان دامنیت ډاډ یې هم ورکړی دی .

دارمنستان جمهوررییس سرژ سرکیسیان دجمعې په ورځ په یریوان کې دتوافق له لاسلیکه وروسته خپلو څرګندونو کې ددغه توافق ستاینه وکړه چې دده په وینا دروسیې جغرافیې او ستراتیژیک مسؤلیتونه پراخوي .

(( روسیی دارمنستان دجمهوریت دپوځي امنیت او زمونږ وسلوالو ځواکونو ته دعصري وسلو په برابرولوکې دهمکارۍ ژمنه کړې ده))

نوی توافق چې ددواړو هیوادونو ترمینځ د۱۹۵۹ کال معاهده تمدیدوي په ارمنستان کې دروسیې پوځي موجودیت چې لااوس هم پياوړی دی نورهم ټینګوي .

ارمنستان په قفقازسیمه کې دروسیې یوازینی با اعتماده ملګری هیواد دی ، دسیمې نورهیوادونه لکه ګرجستان او ازرباییجان چې مستقل نظریات لري دمسکو په ملګرتیا کې دومره ټینګ نه دي پاته شوي .

دارمنستان چارواکو دغه توافق دناګورنو قره باغ دسیمې په اړه له ازرباییجان سره خپلې شخړی ته ارتباط ورکړ.

ناګورنو قره باغ سیمه چې اکثریت اوسیدونکي یې ارمنان دي دننه په ازرباییجان کې پرته ده.

دواړه ګاونډي هیوادونه شپږکاله ددغې سیمې پرسر سره وجنګیدل تردې چې په ۱۹۹۴ کال ددوی ترمینځ اوربند رامینځ ته شو.

ازرباییجان چې دانرژۍ دپراخو منابعو په پیسو یې خپل پوځ نوی کړی ، څو ځلی یې ویلي دی چې غواړي دغه شخړه په پوځي زور حل کړي .

دارمنستان چارواکي وایي له مسکو سره نوی توافق چې دارمنستان امنیت هم تضمینوي دازرباییجان دپوځي اقداماتو مخه نیسي .

خو په هرحال دا څرګنده نه ده چې دروسی ژمنه ناګورنو قره باغ ته چې دازرباییجان په سرحداتو کې دننه موقعیت لري ورغځیږي او که نه .

دروسیی جمهور رییس وویل چې مسکو په سیمه کې دسوله ساتونکي رول لوبوي او په دې ټینګارکوي چې دناګورنو قره باغ شخړه له سوله ایزې لارې حل شي .

(( فدرالی روسیه چې هم له اقتصای او هم له پوځي پلوه دسیمی لوی هیواد دی او دامنیت دټینګښت امکانات لري په دې مکلفه ده چې دسیمې سوله اوامنیت وساتي .))

ایلخان پولوکوف د ازرباییجان دبهرنیو چارو دوزارت یوویاند دجمعې په ورځ له روسیې وغوښتل چې په خپلو پخوانیو ژمنو او توافقاتو دې ودریږي او دګیومری داډې وسلې دې د ازربایجان خلاف نه استعمالوي .



XS
SM
MD
LG