د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

منګل: د خصوصي امنیتي کمپنیو په اړه د ولسمشر فرمان پلي کوو


د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال منیر منګل
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال منیر منګل

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په ملي پولیسو کې د خصوصي امنیتي کمپنیو د ساتوونکو د مدغم کولو په اړه د ولسمشر حامد کرزي د فرمان د پلي کولو لپاره چمتوالی لري او په دې برخه کې کار کوي. د تېرې سې شنبې په ورځ ولسمشر حامد کرزي یو فرمان صادر کړ، چې له مخې به یې په افغانستان کې ټولې کورني او بهرني خصوصي امنیتي کمپنۍ په راتلونکو څلورو میاشتو کې له منځه ولاړې شي.

په افغانستان کې د خصوصی امنیتي کمپنېو د لغوه کولو په اړه د ولسمشر په فرمان کې راغلي، چې د دغو کمپنېو کارکوونکي کولای شي په خپله خوښه د ملي پولیسو له لیکو سره یو ځای شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه امر په پلي کولو کار کوي، اوس مهال په زرګونو کسان په خصوصي امنیتی کمپنیو کې د ساتوونکو په توګه په کار بوخت چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې یې د ولسمشر د فرمان له پلي کېدو سره د بې روزګاره کېدو ویره ده.

خو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال منیر منګل وايي، چې پولیس د دغو کارکوونکو د جذب ظرفیت لري او په دې برخه کې چمتوالی نیول شوی:

(د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغه پلان د پلي کولو لپاره چمتوالی نیولی دی، په دې برخه کې موږ د ظرفیتونو په لوړولو کار کوو او هغه دندې به اجرا کړو چې په فرمان کې موږ ته راکړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د لوېو لارو د امنیت ټینګولو لپاره چې له دغو کسانو نه په کې ګټه اخیستل کېده او د هغو دندو د پرمخ بولو لپاره چې خصوصي امنیتی کمپنیو پر مخ بوولې، ظرفیتونه رامنځ ته کوو، تر څو د دې ستونزو د حل جوګه شو.)

ولسمشر حامد کرزي وروسته له هغې چې په خپلې یوې وینا کې یې خصوصي امنیتي کمپنۍ په نا امنیو او تروریستي فعالیتونو کې په لاس لرلو تورنې کړې د تېرې سې شنبې په ورځ د خصوصي امنیتی کمپنیو د لغوه کولو فرمان صادر کړ.

د خصوصي امنیتی کمپینو کارکوونکي چې د نړېوالو ادارو، سفارتونو او د ناټو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو د امنیت ټینګولو مسيولیت پرغاړه لري، له افغان ملي پولیسو نه له لوړ معاش او امتیازاتو څخه برخمن دي.

پوښتنه دا ده چې ایا دوي به د معاش توپیر ته په کتو سره د پولیسو له لیکو سره یو ځای کېدو ته زړه ښه کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړی د پوځي چارو کارپوه نورالحق علومي وایي، د کورنیو چارو وزارت باید د خصوصي امنیتی کمپینو کارکوونکي د هغوي پخوانیو امتیازاتو له په پام کې نیولو سره جذب کړي، هغه زیاته کړه اوس هم د کورنیو چارو وزارت کې بېلابېل ځواکونه په بېلابېلو کچو معاشونه اخلي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې ایا د خصوصي امنیتي کمپینو کارکوونکي به د دغو کمپنېو په پرتله په کمو امتیازاتو د افغان ملي پولیسو له لیکو سره یو ځای شي، خو دا پریکړه بیا هم تر ډیره د هر کارکوونکي په شخصي میل پورې اړه لري.
XS
SM
MD
LG