د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

نن په هېواد کې له انګریزانوڅخه د خپلواکۍ۹۱کلیزه لمانځل کیږي


په افغانستان کې د اسد د میاشتې اته ویشتمه د وخت له انګریزي استعمار څخه د دې هېواد د استقلال د بیرته اخیستلو، له یو ۹۱ مې کلیزې سره برابره ده، چې هر کال په ټول هېواد کې په ځانګړو مراسمو سره لمانځل کیږي. د دفاع د وزارت له خوا دا ورځ په ډیره مختصره توګه ولمانځل شوه، خو خلک وایي چې دوي په ښار کې داسې څه ونه لیدل چې ګواګې د جشن ورځ ده.

سږ کال په افغانستان کې د اسد د میاشتې اته ویشتمه چې د وخت د انګریزي استعمار څخه د دې هېواد د استقلال د بیرته اخیستلو ورځ ده، په داسې وضعیت لمانځل کیږي، چې په کابل کې یي د لمانځلو نښې نښانې نه لیدل کیږي.
پخوا به دا ورځ په ټول هېواد کې د یوسترملي جشن په بڼه د ځانګړو مراسمو او غونډو په ترڅ کې په شور او ولولو سره لمانځل کېده.

خلک د دې ورځې د لمانځلو له پخوانېو غونډو او جشنونو څخه خوږې خاطرې لري، خو دوي وايي پخوا به موږ په میاشتو میاشتو انتظار ایسته چې د دې ورځې د لمانځلو په غونډو او مراسمو کې ګډون وکړي، یو سپین ږیری وایي:

(پخوا به تاوده جشنونه و، موسیقی او خوشخالی به وی، خلک به له ولایتونو څخه کابل راتلل، ښار به څراغان و، خو نن د جشن هیڅ نښه نه وینم.)

ځیني وایي، پخوا به د دولت پروګرامونو هم خلک هڅول، خو سږکال د دولت له خوا هم دا هڅه کم رنګه ښکاري، انجینر محمد انور په دې اړه وایي:

(افغانان له ازادۍ سره مینه لري، دا ورځ یي پرته له دولته هم په شورسره لمانځلې ده، خو اوس لیدل کیږي چې دولت پر نورو پروګرامونو ډیر لګښت کوي خو دا ورځ یي هیره کړې ده.)

د دې هېواد تاریخ وایي چې له نن څخه یونوي کاله دمخه افغانانو د وخت د بریتانوي استعمار څخه د دوي استقلال حاصل کړی دی.

افغانان وایي چې ، دا ورځ له دښمن سره د ډیرو جنګونو او قربانیو ورکولو وروسته د دوي نصیب شوی ده او باید په ښه توګه ولمانځل شي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیي ریيس او لیکوال عبدالحمید مبارز په دې اړه زېاتوي:

(د هېواد د ازادۍ یونوي کاله کیږي، دا ورځ او دې ورته نورې ورځې باید په ډیرو شاندارو مراسمو ولمانځل شي.)


افغانستان په (۱۲۹۸)یوزرو دوه سوه او اته نوي یم لمریز کال د وخت د بریتانوي استعمار سره د درې خونړېو جنګونو وروسته د دوي خپلواکي وګټله.

شاه امان اله دا ورځ د اسد د میاشتې په اته ویشتمه د استقلال د بیرته اخیستو د ورځې په نوم اعلان کړه، خو دا هېواد د استقلال له ګټلو وروسته بیا هم په کرار پاتې نه شو، پردي لاسونه ورته وغځېدل او کلونه کلونه یي د جنګونو په ډګر یي واړاوه.

د همدې له امله یي اقتصادي وده او پرمختیا له اوږده ځنډ سره مخ شوه، خو اوس اوس دولت او نړېواله ټولنه هڅه کوي چې سوله په کې ټینګه او د پرمختیا په لور ګامونه واخلي.

دوه کاله مخکې په کابل کې د مجاهدینو د بري د جشن د لمانځلو پر مراسمو یو برید وشو چې مرګ ژوبله یي هم لرله، له هماغې ورځې راهیسي افغان حکومت داسې ورځې په مختصرو مراسمو سره لمانځي.

راپور: خان محمد(سیند)
XS
SM
MD
LG