د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۲۶

په هیواد کې د انجیوګانو د فعالیت د روڼوالي په اړه نوې څیړنې بیل شوې


د افغانستان د اقتصاد وزیر ډاکټر عبدالهادي ارغندیوال

د افغانستان د اقتصاد وزارت له همدې امله د چهارشنبې په ورځ د یو شمیر نا دولتي ادارو یا د کورنیو او بهرنیو انجیو ګانو له استازو څخه جوړه یوه غونډه راغوښتې وه.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نا دولتي یا د کورنیو او بهرنیو انجیوګانو د فعالیتونو په اړه اندیښنې موجودې دي، د هېواد د اقتصاد وزارت وایي، چې د دغو ادارو د فعالیتونو د څرنګوالي په برخه کې یې نوې څیړنې پیل کړي دي.

د غه وزارت له همدې امله د چهارشنبې په ورځ د دغو په لسګونو انجیو ګانو له استازو څخه جوړه یوه غونډه راغوښتې وه.

د افغانستان د اقتصاد وزیر ډاکټر عبدالهادي ارغندیوال وویل، چې دوی له دوو اونیو راهیسې په دې برخه کې ځیني څیړنې پیل کړي دي او که چیرې ولیدل شي چې د دغو انجیوګانو په کارونو کې روڼوالی نه دی موجود لازم اقدامات په تر سره کړي:

"د اقتصاد وزارت ټولې انجیوګاڼې دلته ثبتوي، راجستر کوي یې او د فعالیت جواز ورکوي، که چیرې سر عړونه شوې وي، موږ به خبرداری ورکړو چې اصلاحات رامنحته شي، خو که چیرې دغه سر غړونې جدی وې بیا به اقدام کوو، چې د دغو انجیوګانو فعالیت دې روان وي او که نه ودې تړل شي."

په افغانستان کې تر یو زر او شپږ سوه څخه زیاتې نا دولتي ادارې یا انجیو ګانې فعالیت لري چې ګڼ شمیر یې د خپلو پروژو لپاره نړیوالې مرستې تر لاسه کوي.

ویل شوي چې له دغو انجیو ګانو څخه ۳۰۳ اجیوګانې بهرنۍ دي.

د دغو انجیوګانو په اړه داسې شکایتونه هم موجود دي چې په مرسته شویو پیسو میلې، چړچې کوي او او دغه شان ورته سپارل شوې پروژې هم په ټاکلي وخت او سم کیفیت سره نه پلې کوي.

د یوې ایجیو مسوول محمد بشیر دا مني چې انجیو ګانې په هغه ځای کې چې کار ته یې اړتیا وي د پروژو اخیستلو ته کم زړه ښه کوي.

په افغانستان کې انجیو ګانې د جګړې په کلونو کې جوړې شوې چې بیا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې شمیر نور هم زیات شو.

د دغو انجیو ګانو د کار څرنګوالی او روڼوالی چې نړیوالې مرستې تر لاسه کوي تل له انتقادونو سره مخ دی، ا فغان دولت د کابل په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې ته وړاندیز وکړ چې نور دی د نړیوالو مرستو په سلو کې پنحوس د افغان دولت له لارې مصرف شي چې په دغه وړانیږ سلا هم شوې ده، خو د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، چې په هیواد کې د اداري فساد د لمنخه وړلو لپاره په کار ده، چې افغان او بهرنۍ نا دولتي ادارې حساب ورکړي او د دوی حسابونه روڼوالی ولري.
XS
SM
MD
LG