د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

ولسمشر کرزی روسیې ته ولاړ


ویل کیږي دا ناسته چې د افغانستان او د روسیې د جمهورو ریيسانو لپاره د سوچي په سیمه کې تنظمیږي، د تاجکستان او پاکستان چارواکي په کې هم ګډون کوي.
ویل کیږي دا ناسته چې د افغانستان او د روسیې د جمهورو ریيسانو لپاره د سوچي په سیمه کې تنظمیږي، د تاجکستان او پاکستان چارواکي په کې هم ګډون کوي.

ټاکل شوې ده د افغانستان جمهور ریيس حامد کرزی له یو لوړپوړي دولتي هیات سره، روسیې ته ولاړ او هلته به دروسیې، پاکستان او تاجکستان له چارواکو سره، د سیمې پراقتصادي، امنیتي، تجارتي او داسې نورو موضوعګانو بحث وکړي.

د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د اړیکو د لاټینګښت، د اقتصادي راکړې ورکړې د پراختیا او د روانو ستونزو د حل لپاره د لارو د موندلو په مقصد،
د افغانستان جمهورریيس نیت کړی دی، چې روسیې ته لاړشي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ارګ چارواکي وایي، چې دا سفر د روسیې د جمهورریيس میدویدوف په بلنه ترسره کیږي.

د افغانستان د جمهوررییس یوه ویاند سیامک هروي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې دا یو کاري سفر دی او نیتجې به یې د سیمې او نړۍ پر سیاسي، تجارتي، اقتصادي او پر سوله او ثبات مثبته اغیزه وکړي:

"دا ناسته د سیمې د وضیعیت د څېړلو او د څلورو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړیکو د ټینګښت او یوله بل سره د زیاتو همکاریو په مقصد جوړیږي، په دې کې به د مخدره موادو پرضد د ګډې مبارزې په پراختیا هم خبرې وشي."

ویل کیږي دا ناسته چې د افغانستان او د روسیې د جمهورو ریيسانو لپاره د سوچي په سیمه کې تنظمیږي، د تاجکستان او پاکستان چارواکي په کې هم ګډون کوي.

د جمهوري ریاست چارواکي وایي، چې افغانستان له روسیې سره پراخې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې درلودې او اوس افغان حکومت غواړي، چې د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د نیکو اړیکو د لاټینګښت هڅې تیزې کړي.

ښاغلی هروي وویل، روسیه پرمختللی اقتصاد لري او د افغانستان په تخنیکي برخو کې اوس د پخوانیو مرستو نښې نښانې لیدل کیږي.

د ده په وینا اوس حالات بدل شوي او د روسیې داقتصادي او تخنیکي مرستو جلبول د هیواد په ګټه دي:

روسیې په افغانستان کې د وخت د واکمنانو په خوښه شاوخوا څوارلس کاله پوځي تاسیسات او سترنظامي ټولۍ لرل خو په هېواد کې د مجاهدینو د حکومت د رامنځته کېدو دمخه له دې هېواده په بشپړه ووتل، چې ډېر کلونه یې له افغانستان سره اړیکې نه لرلې.

خو په وروستیو کلونو کې په اقتصادي، تجارتي او د مخدروموادو پرضد مبارزه کې له افغانستان سره د مرستو ژمنې کوي.

راپور: خان محمد (سیند)
XS
SM
MD
LG