د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

زاخېلوال روغتیا وزارت ته د تدارکاتي د صلاحیت لرلو تصدیق ورکړل


(ښ) د افغانستان د اقتصاد وزارت معین شیر محمد جامعزاده، د روغتیا وزارت سرپرسته وزیره ډاکټر ثریا دلیل او د مالیې وزیر ډاکټر عمر زاخېلوال
(ښ) د افغانستان د اقتصاد وزارت معین شیر محمد جامعزاده، د روغتیا وزارت سرپرسته وزیره ډاکټر ثریا دلیل او د مالیې وزیر ډاکټر عمر زاخېلوال

د دې تصدیق له مخې وروسته له دې، د روغتیا وزارت دا توان لري، چې د دوی تدارکاتي خدمات په خپله اجراکړي. په هغه خبري ناسته کې چې په دې مناسبت په کابل کي جوړه شوې وه، د مالیې وزیر او د عامې روغتیا د وزارت سرپرستې په کې پرموضوع بحث وکړ. د مالیې وزیروویل، د عامې روغتیا وزارت لومړی ارګان و، چې د دوی په ارزیابي کې بریالی شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزرات په هېواد کې د چټکو روغتیایي خدماتو د رسولو په مقصد، د تدارکاتي خدماتو د اجرا کولو سند ترلاسه کړ.

دا سند د سې شنبې په ورځ د افغانستان د مالیې وزارت له خوا، د عامې روغتیا وزارت ته ورکړل شو.

دا سند د روغتیا وزارت ته دا حق ورکوي، چې د وزارت د ترتیب شوي پلان له مخې بودجه ولګوي، د ضرورت په پام کې نیولو پروګرامونه تنظیم او د تدارکاتو د اجراکولو واک یې هم ولري.

د افغانستان د مالیې وزیر ډاکترعمرزاخیلوال، د سې شنبې په ورځ د عامې روغتیا وزارت سرپرستې ته د سند د ورکولو پرمهال وویل، چې دوی له څو میاشتو راهیسې د روغتیا وزارت ارزیابي کړ او یې ولیدل چې دا وزارت د دې توان لري، چې وروسته له دې، د دوی تدارکاتي خدمات په خپله اجراء کړي.

"موږ د روغتیاوزارت په څو میاشتو کې ارزیابي کړ او معلومه شوه، چې دا وزارت د دې توان لري چې د وزرات د ضرورت وړ تدارکات د نورو موسسو د مسلکي مشورو پرته وکړي."

د مالیې وزیر وویل، د کابل په کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي، چې مرستندویې ادارې دې وروسته له دې، د دوی د مرستو پنځوس فیصده د افغان حکومت له لارې ولګوي.

ده وویل، د دې غوښتنې لپاره په کار ده، چې مخکې له مخکې ورته ظرفیتونه لوړ شي.

د عامی روغتیا وزارت سرپرستې ډاکتر ثریا دلیل وویل، چې د تدارکاتي خدماتو د اجرا کولو د صلاحیت له مخې اوسمهال دوی ته ورکړل شو، خلکو ته به د روغتیایي خدماتو په رسولو کې ډیرې اسانیتاوې برابرې کړي.

"د دی سند له مخې موږ کولی شو، چې خلکو روغتیا یي خدمات په لوړ کیفیت او لږ وخت کې ورسوو."

پخوا تردې د عامې روغتیا وزارت دا صلاحیت نه درلود، چې د مالیې وزارت د اصولو پرته، تدارکاتي هڅې وکړي.

د عامی روغتیا وزارت کارکوونکي هم وایي، چې پخوا تردې به یې د روغتونونو د اړتیا وړ لوازم او درمل له ډېرو اداري پړاوونو د وهلو وروسته ترلاسه کولی شول.
XS
SM
MD
LG