د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

افغان دولت د پاکستان له سیلاب ځپلو سره یو میلیون ډالر مرسته ورکړه


(ښ) په کابل کې د پاکستان سفیر محمد صادق او د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر عمر زاخېلوال
(ښ) په کابل کې د پاکستان سفیر محمد صادق او د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر عمر زاخېلوال

د افغانستان د مالیې وزارت د سې شنبې په ورځ د پاکستان د سیلاب ځپلو خلکو سره د یو میلیون ډالرو مرسته په کابل کې د پاکستان سفیر ته وسپارله.

د پاکستان له سیلاب ځپلو خلکو سره د بیلابیلو هیوادونو د مرستو په لړ کې، افغان دولت هم خپله یو میلیون ډالره مرسته پاکستان ته ورکړه.

دغه مرسته د افغانستان د مالیې وزیر ډاکتر عمر زاخیلوال د سې شنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفیر محمد صادق ته وسپارله.

ښاغلي زاخیلوال وویل، چې افغانستان د خپلو ټولو ستونزو سره ـ سره د پاکستان د سیلاب ځپلو خلکو سره د همدردۍ په خا‌طر دغه مرسته کوي.

”افغانستان سره له دې چې خپله هم ډېر غریب هیواد دی، خپله هم کافي اندازه ستونزې لري، مګر په دغسې سختو شرایطو کې موږ غواړو، چې د خپلې همدردۍ د اظهار په خاطر د افغان حکومت له طرفه د پاکستان د خلکو سره د یو میلیون ډالرو مرستي اعلان کوو او نن به دغه مرسته په رسمي ډول د پاکستان سفیر ته انتقالوم.“

نوموړي له ټولو افغان سوداګرو او عامو خلکو وغوښتل، چې په پاکستان کې له سیلاب ځپلو افغان کډوالو او پاکستانیو وګړو سره هر ډول مرسته وکړي.

تر دې پخوا هم افغان دولت په پاکستان کې سیلاب ځپلو خلکو ته د څو ټنو درملو مرسته رسولې ده.

د دغې مرستې پر وخت د افغان ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي له سیلاب ځپلو سیمو لیدنه هم وکړه.

د پاکستان سفیر محمد صادق د دغې مرستې د تسلیمولو پر وخت خبریالانو ته وویل، چې افغانستان هر وخت له پاکستان سره د زړه له کومې مرسته کړې او سیلاب ځپلو خلکو ته یې تر ټولو مخکې ځان رسولی دی.

”په دغسي سختو حالاتو کې چې پاکستان په ډیرو ستونزو کې و، افغانستان زموږ ورور هېواد په هغو هېوادونو کې و، چې تر ټولو مخکې یې زموږ ملاتړ ته ځان را ورسوه. موږ د افغانستان له دولت او خلکو څخه ډیر مشکور یو.

د افغان دولت له طرفه د یو میلون ډالرو دا چیک زموږ سره ډیر لوی کومک دی، موږ په دې پوهیږو، چې د افغانستان له خوا مرستې د زړه له کومې دي.“

ده وویل، چې اوس مهال په پاکستان کې سیلابونو ۲۰ میلیونه خلک ځپلي، سلګونه یې وژلي او په زرګونو کورونه یې نړولي دي.

د پاکستان تر څنګ د افغانستان په یوشمېر سیمو کې هم په دې وروستیو کې سیلابونه راغلي، د راپورنو له مخې دغو سیلابونو ۱۰ ګونه کسان وژلي، سلګونه جریبه کرنیزې مځکې او کورونه یې ویجاړ کړي دي.

په افغانستان کې سیلاب ځپلي خلک له افغان دولت څخه د مرستو غوښتنه کوي او وایي، چې لازمې مرسته نه دي ورته رسېدلي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG