د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

افضلي: سلګونو خلکو ته حرفوي زده کړې ورکول کیږي


د کار او تولنیزو چارو وزیره مېرمن امنې افضلي
د کار او تولنیزو چارو وزیره مېرمن امنې افضلي
د کار او تولنیزو چارو وزیرې مېرمن امنې افضلي د تړون د لاسلیک کولو پر مهال وویل، چې دغه پروژې د هېواد په ۶ ولایتونو کې د لوږې د کچې د ټیټوالي او بې وزله خلکو ته د کار موندنې په هدف پلي کیږي.

اغلې افضلي د یکشنبې په ورځ خبریانو ته وویل، له دغو پروژو څخه دوې يې حرفه وي زده کړو ته ځانګړي شوي، چې له نوین او دانش غیر دولتی موسسو سره لاسلیک شوي.

نوموړې زیاته کړه، چې د دغو پروژو ارزښت چې ۱۸ میلیونه افغانۍ دی، په ۵ ولایتونو کې به ۹۰۰ کسانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابریږي.

"یوه پروژه مو د حرفوي زده کړو ده، چې په ۲ ولایتونو لوګر او نیمروز کې پلې کیږي او دویمه پروژه مو د ښوونیزه ده، چې په بېلابېلو برخو کې بېلابېلې زده کړې ورکړل کیږي او دریو ولایتونو بدخشان، خوست او ننګرهار کې پلې کیږي."

د کار او ټولنیزو چارو وزیرې امنې افضلي زیاته کړه، چې درېیمه پروژه له بې سرپرسته کورنیو څخه د ملاتړ پروژه ده، چې د "پي. اس. ډي" په نوم له یوې غیر دولتی موسسې سره لاسلیک شوې.

د نوموړې په وینا، د دغې پروژې ارزښت چې۹۰ میلیونه افغانۍ دی په ازموښتي توګه د هیواد په درېیو ولایتونو بادغیس، بدخشان او لوګر کې پلې کیږي او شا و خوا ۴۰ زره کسان به ور څخه برخمن شي.


هغې زیاته کړه، چې که یاده شوې ازمويښتي پروژه ښه پایله ولري، نو د هېواد ۳۴ ولایتونو ته به پراخه شي.

"له بې وزله خلکو سره د ملاتړ پروګرام، چې یو ازمویښتي پروګرام دی په افغانستان کې پیلیږي، که ښه پایله ولري، نو دغه پروګرام به په ټول افغانستان کې پراخ کړو او دوام به ورکړو."

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې د وروستیو سرویګانو له مخې د افغانستان شپږدېرش په سلو کې خلک له فقر سره مخ دي، چې شمېر یې نهه ملیونه وګړی اټکل شوی.

یو شمېر کارپوهان وایي، په هېواد کې د بې کاری اولوږې د کچې لوړوالی د دې لامل شوی، چې یو شمیر خلک له هیواده بهر ګډه شي او یا هم له وسلوالو مخالفینو سره یو ځای شي.

خو افغان دولت وايي، چې د دې ستونزې د هواری لپاره به جدی هڅې وکړي.
XS
SM
MD
LG