د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

اوباما په مکیسیکو کې د زیانمن شوېو سیمو د رغولو ژمنه وکړه


د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د مکسیکو په خلیج کې د خپرېو شوېو تیلو له امله د زیانمن شوېو سیمو د اقتصاد او چاپیریال د رغولو لپاره نوې ژمنې وکړې.

اوباما پرون د فلورېدا په ساحل کې ولامبل او ویي ویل، چې د تیلو د راټولو له عملیاتو وروسته د خلیج د سیمې په سواحلو کې کارونه بیرته پیل شوي او دا سواحل د سیلانیانو لپاره ډاډمن شوی دی:

"زه ترهغو نه راضي کیږم، چې چاپیریال بیرته اعاده شوی نه وي، دا مهمه نه ده چې دا کار څومره وخت نیسي.

زه همدا راز د دې خبرې یادونه کوم چې د پاکولو د هڅو په نتیجه کې د خلیج د غاړې ټول ساحلونه پاک شوي دي. دا سواحل ډاډمن شوی او کارونه په کې بیرته پیل شوي دي."

چارواکي وایي، چې د جولای له پنځلسمې نېټې راهیسې د خلیج په اوبو کې نور له لیک شوي څاه تیل نه دي خواره شوي.

د تیلو سترې کمپنۍ بي پي هغه مهال د دې څاه سوری په بریالیتوب سره بند کړل، اټکل کیږي چې د تیلو د را ایستلو په دې څاه کې د اپریل د شلمې نېټې له چاودنې وروسته به نژدې پنځه ملیون بیرله تیل په خلیج کې خپاره شوي وي.
XS
SM
MD
LG