د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

احدي: د لوړو بیو روانه ستونزه د لږو ورځو ده


د سوداګرۍ وزیر انورالحق احدي وايي، چې په راتلونکو لسو ورځو کې به ډېر تېل افغانستان ته راورسیږي
د سوداګرۍ وزیر انورالحق احدي وايي، چې په راتلونکو لسو ورځو کې به ډېر تېل افغانستان ته راورسیږي

د افغانستان د مشرانو جرګې د اقتصاد کمیسیون د سوداګرۍ له وزیر څخه د خوراکي او سون موادو د بیو د ختلوعلت وپوښت. د افغانستان د سوداګرۍ وزیر د شنبې په ورځ د دغه کمیسیون په غونډه کې د مشرانو جرګې ته وویل، چې په پاکستان کې وروستیو سیلاوونو، لارو کې ستونزې پیدا کړي او دغو ستونزو د هیواد پر مارکیټونو ناوړه اغیزه کړې ده.

په دې وروستیو کې د کابل په مارکیټونو کې د خوراکي او سون موادو د بیو لوړېدو، د خلکو شکایتونو پورته کړي دي. د همدی له امله د مشرانو جرګې د اقتصاد کمیسیون د شنبې په ورڅ د سوداګرۍ وزیر د دوی ځانګړې غونډې ته بللی، چې د راولاړې ستونزې لامل روښانه کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر انورالحق احدي وویل، چې په پاکستان کې وروستیو سیلاوونو د خوراکي موادو او د ازبکستان ترانزیتي ستونزو هېواد ته د سون موادو واردول، په موقته توګه ګران کړي دي.

ښاغلي احدي وویل، چې په دې هکله له دواړو ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې ټینګي شوي او هیله ده، چې راپورته شوې ستونزه په لږو ورځو کې اواره شي.

احدي له روسیې څخه د تیلو د ډیر ژر واریدو په هکله وویل:

"زموږ مالونه چې له قزاقستان نه راځي، په دې وروستیو کې په ازبکستان کې له ترانزیتي ستونزو سره مخ شوي دي، خو له خصوصي سکتور څخه مو په کلکه وغوښتل، چې خپلې هڅې تیزې کړي، انشاءالله په لسو ورځو کې به ډېر تیل هېواد ته راورسیږي."

په افغانستان کې د روژې د میاشتې له رارسیدو سره سم، د خوراکي موادو په بیو کې ناڅاپي لوړوالی راغی او بې وزلې خلک یې اندیښمن کړل.

د مشرانو جرګې د اقتصاد کمیسیون هم د دوی اندیښنه له مربوطو مسولینو سره شریکه کړه او هیله یې ترې وکړه، چې د دې ستونزې په اوار کې دې، ځنډ ونه کړي.

د مشرانو جرګې د اقتصاد د کمیسیون منشي زهرا شریفي وویل:

"له یوې خوا روژه راغله او له بلې خوا خلک بې وسه دي، هیله ده د سوداګرۍ وزارت د ستونزې حل ته اقدام وکړي او له پاکستان سره د شوي موافقتنامې مواد عملي شي."

ښاغلي احدي وویل، دوی هڅې پیل کړي دي، چې افغان سوداګر او په تېره د خوراکي او سون موادو واردوونکي وهڅوي، چې د خلکو د ضرورت موادو په واردولو کې دې، د دوی فعالییتونه نورهم ګړندي کړي.

خو خلک وایي، چې د هېواد د نفوس اکثریت بې وزلې دي او که مربوط ارګانونه د ستونزو حل ته جدي اقدامات ونه کړي، د خلکو کړاو به لازیات شي.

راپور: خان محمد(سیند)
XS
SM
MD
LG