د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

غالب:په ځینو ولایتونو کې به نوي محابس ورغوو


د افغانستان د عدلیي وزیر حبیب اله غالب
د افغانستان د عدلیي وزیر حبیب اله غالب

د افغانستان د مشرانو جرګې د تقنین کمیسیون د شنبې په ورځ د عدلیي له وزیر سره د هېواد د محابسو ستونزې شریکې کړې. د کمیسیون غړو ویل، د هېواد زیاتره محابس، د ځای او امینت ستونزې لرې او هره شیبه ترې خلکو ته د یوې پېښې د رامنځته کېدو ویره پیدا کیږي.

سره له دې چې د افغانستان د محابسو د ځای له تنګوالي، امنیت، روغتیایي حالت او د بندیانو په وړاندې د ناوړه چلند څخه شکایتونو کیږي، خو د عدليي وزارت وایي چې د شته ستونزو حل ته یي د دولت د نورو ارګانونو او بهرنیو موسسو په مرسته تدابیر نیولي دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې د تقنین د کمیسیون غړو د شنبې په ورځ په دې هکله د دوي اندېښنې د عدلیي له وزیر سره
غالب:اوس مو ډیر محابس په کرایي کورونو کې دي
شریکې کړې.

د افغانستان د عدلیي وزیر حبیب اله غالب وویل، د هېواد محابس اوس مهال له ډول ډول ستونزو سره مخ دي، خو دوي هڅې پیل کړي دي، چې په ځینو ولایتونو کې نوي محابس جوړ او نور ورغوي:

(موږ د ستونزو حل ته لارې چارې لټوو، غواړو د غور، بغلان او میدان وردګو په ولایتونو کې نوي محابس جوړ کړو.

اوس مو ډیر محابس په کرایي کورونو کې دي، د امریکا سفارت په دې برخه کې د یوسلوشپیته میلیونو ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده)

ښاغلي غالب د هېواد په ټولو محابسو کې د زده کړې روغتیا او کارموندنې موضوعګانو ته هم اشاره وکړه او ویي ویل، چې شته ستونزې یي د پوهنې، عامې روغتیا او د کار او ټولینزو چارو له وزارتونو سره شریکې کړي دي چې هر وزارت په خپله برخه کې د بندیانو لپاره په محابسو کې، د زده کړې، روغتیا او کار اسانیتاوی برابرې کړي.

خو د مشرانو جرګې، د تقنین د کمیسیون غړو وویل، سره له دې چې بندیان په محابسو کې د ځای له تنګوالي شکایت کوي، بلکه ډیر یي د دوي د دوسیو د وروستی پریکړې په تمه، د بند ترخې شپې ورځې تیروي.

په دې اړه د کمیسیون غړي بلقیس د فراه ولایت د محبس نیمګړتیاوې داسې په ګوته کړې:

(د فراه په محبس کې د اتیا تنو پرځای دوه سوه بندیان پراته دي، هلته امنیت نشته، مخدورمواد په کې کاریږي.

د ماشومانو لپاره ځانګړي خونې نه لري او مسلکي پرسونل هم کم دي.)

څه موده مخکې د فراه ولایت پرمحبس یو وسله وال برید شوی و، چې د وسله والو او پولیسو په نښته کې، دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې او څه باندې شل تنه بندیان ترې تښتېدلې هم و.

همدارنګه د کابل د څرخي پله زندان هم په وروستیو کلونو کې د بندیانو د اعتصابونو او له امنیتي ځواکونو سره د نښتو شاهد هم و.
دا هم ویل کیږي، چې په محابسو کې په مخدروموادو د روږدو په شمېر کې ورځ په ورځ زیاتوالی راځي.

په دې هکله د عدلیي وزیر زیاته کړه، د ناروغانو سروې یي پیل کړې او هرناروغ او روږدي ته د هغه د رنځ له مخې روغتیایي تدابیر نیول کیږي.

راپور: خان محمد(سیند)
XS
SM
MD
LG