د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

کرزي او اوباما پر وسلوالو د فشار د دوام ژمنه وکړه


د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د هغه افغان سیال ولسمشر حامد کرزي
د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د هغه افغان سیال ولسمشر حامد کرزي
سپينه ماڼۍ وايي د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د هغه افغان سیال ولسمشر حامد کرزي پرون په يوه ويډيويي کنفرانس کې ژمنه وکړه، چې پر وسلوالو طالبانو به د فشار هڅې جاري ساتي.

په دې اړه خپره شوې اعلاميه وايي، په دې يو ساعته خبرو اترو کې دواړو مشرانو ومنله چې امريکا او افغانستان بايد په ګډه کار وکړي، چې پر طالبانو به فشار زياتوي او د افغانستان ظرفيتونه به لوړوي.

دواړو مشرانو ومنله چې په ګډه به د سخت دريځو وسلوالو په وړاندې ګډه مبارزه کوي، دغه راز د افغانانو په ساتنه، د
د وسلوالو طالبانو په وړاندې د افغان ځواکونو عمليات، چې د پوځي ځواک د ښوولو په هدف ترسره شوي وو
حکومتدارۍ په تقويه او د اساسي خدماتو په رسولو کې به خپلې هڅې سره شريکوي، په خاص ډول په محلي کچه.

د سپينې ماڼۍ په حواله، ولسمشرانو د افغانستان د ولسي جرګې پر را روانو انتخاباتو هم خبرې وکړې، دغه راز يې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې جاج هم واخيست، دوي پر ملکي تلفاتو او سيمه ايزو همکارېو هم وغږېدل، البته په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

ويل شوي چې په دې ويډيويي کنفرانس کې په کابل کې د امريکا سفير کارل ايکن بيري او د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پټرايوس هم برخه درلوده.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي، چې تر دې مخکې امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز راپور ورکړ، چې د وسلوالو طالبانو په وړاندې د افغان ځواکونو عمليات، چې د پوځي ځواک د ښوولو په هدف ترسره شوي وو، له ستونزو سره مخامخ شول، په دغو عملياتو کې ځينې افغان سرتېري ووژل شول او ځينې يې د وسلوالو له خوا ونيول شول، دوى وروسته د مرستې غوښتنه وکړه.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د يوه عالي رتبه امريکايي چارواکي له قوله چې نوم يې نه دى اخيستى ليکلي، دغه عمليات له ناټو سره په همږغۍ نه وو پيل شوي، اخر ١٠ افغان سرتېري په کې ووژل شول او ٢٠ نور ونيول شول، وروسته د دوى قوماندانو د مرستې غږ وکړ.
XS
SM
MD
LG