د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

روسیه ابخازیا کې د هوايي مدفعې راکټونه نصب کړل


روسیه وايي چې د ګرجستان په بېلتون غوښتونکي جمهوریت ابخازیا کې یې د هوايي مدافعې راکټونه نصب کړي دي. د روسیې دې اقدام په تبلیسي کې سختې اندېښنې راوپارولې. د مسکو دااقدام د روسیې او ګرجستان د لنډې جګړې په دوهمه کلیزه سیمې ته د روسیې د ولسمشر دیمیتري مېدوېدېف له سفره یوازې څو ورځې وروسته کېږي.

په دې اړه پام وکړئ د آزادۍ راډیو د خبري څانګې د راپور لنډیز ته چې احمدتکل یې وړاندې کوي:

روسیه وايي چې د ګرجستان په بېلتون غوښتونکي جمهوریت ابخازیا کې یې د هوايي مدافعې S-300 ډوله توغندي ځای پرځای کړي دي.
د روسیې دا اقدام د روسیي د هوايي قواوو د عمومي قوماندان جنرال الکساندرزیلین له خوا په مسکو کې اعلان شو او په تبلیسي کې له سخت عکس العمل سره مخامخ شو.

جنرال زیلین روسي خبري رسنیو ته وویل، دا توغندي به د ابخازیا او د ګرجستان د بل بېلتون غوښتونکي جمهوریت- جنوبي اوسیتیا د هوايي قلمرو دفاع کوي.

روسیې په ۲۰۰۸ کال کې له ګرجستان سره تر لنډې جګړې وروسته دا دواړه جمهوریتونه د خپلواکو هېوادو په توګه په رسمیت وپېژندل.
الکساندرزیلين وویل، د هوايي مدافعې د دې سیستم دنده به نه یوازې د ابخازیا او جنوبي اوسیتیا د قلمرو ساتنه بلکې د دې سیمو په هوايي قلمرو کې د هرراز سرغړونو مخنیوی وي او هره هغه الوتکه به په نښه کړي چې د دې سیمو هوايي قلمرو ته ننوزي.

د ګرجستان حکومت چټک عکس العمل وښود او پر مسکو یې تور ولګاوه چې غواړي د یوه اشغالګر هېواد په توګه په سیمه کې خپله ونډه پراخه کړي.

د ګرجستان مرستیال صدراعظم تیموریاکوباشویلي د آزادۍ راډیو ګرجي څانګې ته وویل، په ابخازیا کې د روسي توغندیو ځای پرځای کېدل باید د ناټو لپاره د اندېښنې خبره وي. نوموړي زیاته کړه، دا کار د سولې له هغه تړون څخه چې د فرانسې په مرسته توافق پرې وشو سرغړونه ده:

((زموږ د اطلاعاتو بنسټ د جګپوړو روسي چارواکو څرګندونې دي. په دې کې هېڅ شک نشته چې د هوايي مدافعې د S-300 راکټونو ځای پرځای کول ترهرڅه مخکې داوربند له هغه توافق څخه څرګنده سرغړونه ده چې د فرانسې د ولسمشر نیکولاس سارکوزي په مرسته ټینګ شو. او دوهم دا په سیمه کې پوځي توازن بدلوي. د دې سیستم د ځای پرځای کولو هدف نه یوازې ګرجستان دی، بلکې دا د روسیې د ورانکارۍ د اقداماتو یوه بله نښه ده.))

د ګرجستان د بهرنیوچارووزارت مرستیال دیویددیالاګونیا پرنړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د ده په وینا د روسیې خطرناکو او پاروونکو اقداماتو ته پام وکړي.

د امریکا د بهرنیوچارووزارت ویاند فلیپ کرولي وویل، د واشنګټن معلومات دا دي چې روسيې په تېرو دوو کلونو کې په ابخازیا کې S-300 راکټونه ځای پرځای کړي دي، خو ده دې پوښتنې ته په ځواب کې چې آیا دا ښه کار دی کنه، کرولي وویل نه. خو زیاته یې کړه:

((زه نه پوهېږم چې دا راپورونه رښتیا دي کنه. په ابخازیا کې په تېرو دوو کلونو کې سیستمونه موجود وو، خو دا نشو تاییدولای چې آیا دوی به پر دې سیستمونو نور ورزیات کړي وي کنه.))

S-300 له ډېروپرمختللو روسیي راکټونوڅخه دي چې کروز توغندي او جنګي الوتکې له مینځه وړلای شي. دا توغندي چې لومړی ځل په ۱۹۷۹ کال کې د پخواني شوروي له خوا بازار ته وړاندې شو، لاهم د هوايي مدافعې تر ټولو ځواکمن توغندی بلل کېږي.
XS
SM
MD
LG