د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

پنجشنبې په امریکا کې د روژې لومړۍ ورځ وه


په افغانستان، سعودي عربستان او ګڼ شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې نن د روژې د مبارکې میاشتې دوهمه ورځ ده. خو داسې اسلامي هېوادونه هم شته چې روژه نن پکې پیل شوه. په امریکا کې نن دروژې لومړۍ ورځ وه او په دې مناسبت ولسمشر بارک اوباما او د بهرنیوچارو وزیرې هیلیري کلېنټن د مسلمانانو په نوم پیغامونه خپاره کړي دي.

ولسمشربارک اوباما د امریکا او نړۍ مسلمانانو ته په خپل پیغام کې د روژې د مبارکې میاشتې د رسېدو مبارکي ویلې ده. ښاغلی اوباما ویلي، موږ ټول باید په یاد ولرو هغه نړۍ چې موږ غواړو جوړه یې کړو او بدلون پکې راولو باید له خپلو زړونو او ټولنو څخه پیل کړو.

اوباما په خپل پیغام کې زیاتوي، د روژې مبارکه میاشت زموږ ګډ اساسات او اصول او د عدالت، زغم او بشریت ته د درناوی په برخه کې د اسلام ونډه روښانوي. ښاغلي اوباما همدارازویلي چې په روانه اونۍ کې به په سپینه ماڼۍ کې د روژه ماتي یوه مېلمستیا جوړه کړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیلیري کلېنټن په یوه جلا پیغام کې د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو له کبله د نړۍ مسلمانانو ته مبارکې ویلي ده. مېرمن کلېنټن په دې پیغام کې ویلي چې په بهر کې د امریکا سفارتونه به مسلمانانو ته د روژه ماتي مېلمستیاوې جوړې کړي او ادیانو ترمینځ د پیوستون او د هغو ترمینځ د ګډو ارزښتونو د ښودنې په مقصد به دا په خپله د مسلمانانو او د نورو ادیانو د پیروانو په ګډون د روژه ماتي مېلمستیا راوبولي.

دا وايي چې په دې مېلمستیا کې به د هغو ځوانو امریکايي مسلمانانو ستاینه وکړي چې په اوچته روحیه د امریکا د راتلونکې د جوړولو لپاره هڅه کوي.

په امریکا کې چې د مهاجرو هېواد دی افغانان او د نورې نړۍ خلک د روژې مراسم همغسې پرځای کوي، لکه په خپلو هېوادونو کې.
د نیویارک د مرکز منهاتن د جومات امام شمس علي روژه د باطني او ټولنیزې سولې ښه امکان ګڼي:

((تاسو یوازې هغه وخت کولای شئ ټولنیزه سوله احساس کړئ چې په خپل ضمیر کې مو سوله ټینګه وي. روژه د مسلمانانو لپاره یو ډېر ښه امکان دی چې په خپل باطن او ضمیر کې د سولې بنسټ کېږدي او بیایې په ټولنه عملي کړي. زما په نظر روژه د دوستۍ د ټینګولو او د اعتدال پر اهمیت د پوهېدو میاشت ده. روژه ډېر ښه فرصت دی چې مسلمان په ټولنه کې د سولې لپاره نورو ته زده کړه ورکړي.))

کوشیک احمد چې اصلاً بنګلدېشی دی وايي چې روژه مسلمانانو ته د سخت کار زده کړه ورکوي:

((نن د روژې په مبارکه میاشت کې په رښتیا کومه ستونزه نلرو ځکه په هرځای کې حلاله غوښه پیدا کېږي. دلته په زیات شمېر مسلمانان ژوند کوي. موږ دلته په هرحال ګوزاره کوو، ځکه روژه موږ ته دا درس راکوي چې باید سخت او دروند کار وکړو او د دې معنا دا ده چې په هغه دنیا کې به دې ځای په جنت کې وي.))

د رسمي احصاییو له مخې د امریکا د مسلمانانو نفوس څه کم ۲،۵ میلیونه دی چې د ټول هېواد د وګړو په سلو کې ۰،۸ برخه جوړوي، خو مسلمانان ادعا لري چې د دوی شمېر له اوو میلیونو اوړي.
XS
SM
MD
LG