د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۲۳

ډنمارک له افغانستانه پوځیان باسي


د دنمارک صدراعظم لارس کوک راسموسن او افغان ولسمشر کرزی په کابل کې

د دنمارک صدراعظم له افغانستانه د خپلو پوځیانو د وتلو نیټه اعلان کړه. دغه هیواد چې د افغانستان په جنوب کې اووه سوه عسکر لري، د طالبانو د رژیم له ماتې راوروسته یې تر اوسه شپږ دیرش عسکر په افغانستان کې وژل شوې دي.

د دنمارک صدراعظم لارس کوک راسموسن وویل، هیله لري چې ډنمارک به تر دوه زره پنځلسم میلادي کال یا ښایي تر هغه مخکې خپل ډیر پوځیان له افغانستانه وباسي.

ډنمارک په افغانستان کې اووه سوه پوځیان لري او د دغو عسکرو په اړه راسموسن د بریتانیا له صدراعظم ډیویډ کامیرون سره په لندن کې په ګډه خبرې غونډه کې دا هم وویل چې موږ به په دوه زره څوارلسم او پنځلسم میلادي کلونو کې ډير محارب پوځیان په افغانستان کې نه لرو خو دا ژمنه نه کوو چې خامخا به همداسې وکړو دا هغه پریکړه ده چې موږ یې هیله کوو.

د دنمارک اکثر پوځیان په هلمند کې دي، دغه عسکر د شاوخوا لس زره بریتانوي پوځیانو ترڅنګ هلته له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د دنمارک صدراعظم راسموسن مخکې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د وتلو لپاره مشخصه نیټه نه وه ټاکلې.

د دنمارک صدراعظم بیا وویل، امریکا د افغانستان د امنتي ځواکونو روزنه ګړندۍ کړې ده چې له دې سره دا هیله شته چې په هلمند کې هم امنیتی چارې افغانانو ته وسپارل شي.

د دنمارک صدراعظم که له یوې خوا له افغانستانه د خپلو َعسکرو د وتلو خبره وکړه بل لور ته یې وویل چې په افغانستان کې حالات سخته دي، خو بیا هم موږ د پرمختګ په حال کې یوو او باید صبر وکړو.

راروان کال په دنمارک کې د صدراعظم د ټاکلو لپاره انتخابات کیږي او لارس لوک راسموسن په افغانستان کې د دنمارکي پوځیانو د تلفاتو د زیاتیدو له امله له فشار سره مخامخ دی.

نظرپوښتنې څرګندوي چې د راسموسن مرکزي شي اړخی ایتلاف به په انتخاباتو کې د اپوزسیون سوسیال دیموکرات له سخت مقاومت سره مخامخ شي. سوسیال دیموکرات په افغانستان کې د دنمارکي پوځيانو له حضور سره سخت مخالفت کوي.

دنمارک ته څېرمه هالنډ روانه میاشت له افغانستانه خپل دوه زره عسکر وروسته تر دې وایستل چې په دغه هیواد کې د سیاسي ډلو تر منځ د افغانستان د ماموریت پر سر اختلافات زیات شول.
XS
SM
MD
LG