د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

د بهرنیو سرتېرو په موجودیت کې د ښځو په ژوند کې څه بدلون راغلی؟


په ۲۰۰۱ میلادي کال کې هغه مهال چې ایتلافي ځواکونو په کابل کې د طالبانو واکمني ړنګه کړه نو ماشومانو د امر بالمعروف و نهي عني المنکر د مرکزي دفتر له پاسه کاغذي ګوډیانې والوزولې. زیاتو کسانو داسې فکر کاوه چې ښځې به هم برکي یا چادرۍ لیرې کړي او دا به د طالبانو له اختناق څخه د خلاصون یوه علامه وي. ځینو ښځو په کابل کې دا کار وکړ خو ځینو نورو ورته زړه ښه نکړ.

په روانې اوونۍ کې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د یوه وحشت او جنایت بحث را ګرم شو. طالبانو په بادغیس ولایت کې یوه کونډه ښځه له یوه نارینه سره د نامشروعو اړیکو ټینګولو په تور، لومړی دوه سوه درې ووهله او بیا یي په سر کې په ګولۍ وویشتله.

وال سټریټ ژورنال لیکي: طالبانو به دا ډول سزاوې له ۲۰۰۱ میلادي کال مخکې خلکو ته ورکولې، خو نن سبا بیا دا کارونه د افغانستان په مختلفو برخو کې زیات شوي دي.

په دې اعمالو برسېره د مرستندوېو موسسو کارکوونکي هم وژل کیږي او د بشري حقونو ډلې له ویکي لیکس موسسې څخه غواړي چې د هغو افغانانو نومونه دې نه خپروي چې له ایتلافي ځواکونو سره همکاري کوي.

دوي اندېښمن دي چې د دي کسانو د نومونو په افشا کېدو سره به د هغوي ژوند د وسله والو له خوا له خطر سره مخامخ شي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي: په دې اړه بحثونه روان دی چې طالبان په رښتیا هم یو منظم او متحد سازمان دی او که هسې بې مسولیته او بې بندوباره کسان په کې راټول شوی دي.

د ورځپاڼې په باور، ټول طالبان د ښځو په وړاندې یو شان وحشیانه نظر لري او هغه دا چې د دوي په نظر، ښځې او انجونې د مړونو او پلرونو شتمني ده او دوي حق لري چې خپلې ښځې او لوڼې د تعلیم له حق څخه محرومې کړي او په هیڅ صورت له مخالف جنس سره د اړیکې ټینګولو اجازه نه لري.

څو ورځې وړاندې د بادغیس ولایت د قادیس په ولسوالۍ کې یوه ښځه چې یوه سړي ورته د واده وعده ورکړې وه، د حمل اخیستنې له امله طالبانو د محکمې له حکم پرته ، لومړی په دوه سوېو درو ووهله او بیا یي په وحشیانه ډول ووژله.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواکه کمیسیون مشري، سیما سمر له محکمې پرته د وسله والو له خوا دا ډول وژنې غندلې او وایي چې افغانستان د هر جرم لپاره ځانګړې قوانین لري.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي: که څه هم چې جمهور رییس حامد کرزي د ښځو د حقونو د دفاع غږ پورته کړی، خو ده په خپله څه موده وړاندې د ښځو د شخصي احوال هغه لایحه یا قانون لاسلیک کړ چې د ښځو لاسونه یي مړونو ته وتړل او د ښځو په وړاندې یي د نارینه وو تاوتریخوالی نور هم زیات کړ. کله چې د کورنیو او نړېوالو سازمانونو اعتراضونه زیات شول ولسمشر کرزی له خپل دریځ څخه په شا شو.

ورځپاڼه لیکي: امریکا او انګلستان له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو پالیسي داسې عیاره کړي چې په اصطلاح له ښو طالبانو سره به خبرې کوي.

ځیني قوماندانان دا هم وایي، چې طالبان باید لومړی کمزوري شي او بیا ورسره خبرې وشي، خو د ښځو په وړاندې د طالبانو زور زیاتی بیا دا منطق کمزوری کوي.

د ورځپاڼې په باور ، په افغانستان کې د ښځو د حقونو ښه والي باید چې په دې هېواد کې د پوځي دخالت اصلي دلیل ونه ګڼل شي، خو نن سبا چې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو خبرې کیږي، د ښځو حقونه باید له پامه ونه غورځول شي.

په افغانستان کې ښځې زیاتې لاسته راوړنې لري او باید وساتلې شي. د افغانستان په اساسي قانون کې باید بدلون رانه وړل شي او دغه راز باید چې ملي شورا او ښونځیو کې ښځو او انجونو ته سهمیه هم محدوده نه شي.

وال سټریټ ژورنال د مقالې به وروستیو کرښو کې لیکي: یوازې قوانین په افغانستان کې د ښځو په ژوند کې بدلون نه شي راوستلاي، لا هم ښځې د افغاني ټولنې د فرهنګي اوقبیلوي دودونو له امله ځوریږي خو اساسي قانون ورته زیات حقونه ورکړی دی.

امریکا او انګلستان باید طالبانو ته اجازه ورنه کړي چې یو ځل بیا د افغانستان د ښځو لپاره نوي قوانین نافذ کړي.
XS
SM
MD
LG