د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۲۷

بدخشان کې وژل شوي بهرنیان څوک وو؟


په دې انځور کې له هغو لسو کسانو اتنه تنه ګورﺉ چې بدخشان کې ووژل شول
ډاکټرې کارین چې جراحه وه د لندن په یوه کلینیک کې کار پریښی واوله ډیرو مجبورو افغانانو سره په وړیاخدمت لګیا وه .

دا ۳۶ کلنه وه او دوستان یې وايي چې افغانستان ته ترتګ مخکې ټولوملګروسپارښتنه ورته کړې وه چې دځان امنیت ته به ډير پام کوي ځکه په څو اونیو کې یې واده و .

خو ډاکټره کارین د افغانستان کلیو او لرې پرتو سیمو ته د تګ لپاره خوشحاله وه . کورنۍ یې وايي چې دې له انسانانو سره مینه لرله اود دې مینې له مخې افغانستان ته تللې وه نه د کوم دین د خپرولو لپاره .

د ډاکټرې کارین ملګري وايي دا له دې ډاډه وه چې په افغانستان کې له ډاکټر تام لیټل سره چې ډير کلونه یې په دې هیواد کې خدمت کړی یو ځاي کار کول به د دې ماموریت اسان کړي .

ډاکټر ټام لیټل د دې طبي ډلې مشر وو چې د نورستان له پارون څخه د ستنیدوپه وخت د نامعلوموکسانو له خوا ووژل شول.
پنځه دیرش کلنه ډانیل بایر هم د وژل شویو په ډله کې ده


ډاکټر تام لیټل د عینکو متخصص و . دې د نیویارک ایالت اوسیدونکی وخو له تیرودرولسیزوراهیسې یې افغانستان کورواودلته یې دنور په روغتون سربیره په ډيرو نورو کلینکونو کې د سترګو د مریضانو خدمت کاوه .

دی له خپلې میرمنې لیبي او دریو لوړونو سره کلونه کلونه په کابل کې اوسیدلی او حتی په نویمه لسیزه کې چې کابل د تاریخ له یوې ډیرې خونړۍ مرحلې د تیریدو په حال کې وو له دې ښاره نه وو وتلی .


د نورستان او بدخشان ترمنځ د دې پيښې یوه بله قرباني شیرل بکیت ده . دا دودیرش کلنه وه او د باغونو د روزنې او د تغذیې په برخه کې یې تخصص درلود .

دې په ډير نورو فقیرو هیوادونو لکه هندوراس ، زمبابوې او کینیا کې هم د بشري مرستو له ادارو سره کار کړی و او له شپږوکلونو راهیسې په افغانستان کې وه .

د دې کورنۍ ویلي چې د دوي لور په خپل هیواد کې پرډيروامکاناتو او ازادیوسترګې پټې کړې وې او د افغانانو د دود دستور په چوکاټ کې یې هغوی ته خدمت کاوه .
دوه دیرش کلنه چیرل بیکیټ هم د وژل شویو کسانو په ډله کې وه


د بکیټ کورنۍ ویلي پر دې حمله کونکې باید هغه کرکه چې بشریت یې له دوی څخه لري احساس کړي او باید وشرمیږي .

څلور شپيته کلن ډان تیري یو بل امریکايۍ دی چې له نونس سوه یو اتیا کال راهیسې له خپلې میرمنې سره په افغانستان کې اوسیده او د درېو لوڼو پلار و .





د ده یوه ملګري خبري اژانسونو ته ویلی چې ډان ډیر خوش مزاجه ، عاجز او ساده سړی وو .

د ده یوه ملګري په خپله ویب پاڼه کې لیکلي ، ډان د طالبانو په وخت کې د دې لپاره چې ویزه یې تر وخت تیره شوې وه بندي شوخو ده له دې څخه دشکایت په ځاي یې ویل چې دپښتوزده کړې ښه موقع ورته برابره شوې وه .

دې کسانوپه افغانستان کې دخدمت لپاره اقتصادي قربانۍ هم ورکړې مثلا په دوي کې یو ډاکټر توماس ګرامز وو چې د امریکا په کلورادو ایالت کې یې د غاښونو کلینیک درلود . ډاکټر ګرامز ۴ کاله وړاندې په افغانستان او نیپال کې وړیا د کوچنیانو د غاښونو درملنه کوله .

د ده غبرګولي ورور ټیم ویلي، ورور یې خبر ووچې افغانان مسلمانان دې او درناوې یې ورته کاوه . هغه د چا د دین د اړولو لپاره هلته نه وو تللې .

ده غوښتل په هغه هیواد کې چې اکثریت کوچنیان د غاښونو برس نه پيژني ، د غاښونو درملنه وکړي . کوچنیانو ته یې ور زده کول چې څرنګه اول خپل غاښونه پاک برس کړي او بیا وخاندي .
XS
SM
MD
LG