د امريكايي ځواكونو له بګرام زندان څخه د افغان زندانيانو د خوشې كېدو په لړ كې د يكشنبې په ورځ هم يوه شل كسيزه ډله خوشې شوه.
دغه كسان له بګرام زندان نه چې اوس د پروان په زندان نومول شوى، د افغانستان د لويې څارنوالۍ ودانۍ ته له انتقالېدو وروسته خپلو كورنو ته رخصت شول.
د افغانستان لوى څارنوال محمد اسحق الكو خبريالانو ته وويل، چې د خوشې شوېو كسانو د ځينو د بند موده پوره شوې وه او ځينې يې وبخښل شول:
(موږ بوخت يو، د دوى دوسيې څيړو، كه چېرې يې د الزام دلايل نه وي او يا هم كمزوري وي نو د پريښودلو پريكړه يې كوو، د يو شمېر كسانو يې د بند موده پاى ته رسېدلې وه، د ځينو يې د بند موده پاتې وه او د ولسمشر د فرمان له مخې ورته بخښنه وشوه.)
په تېرو څو اونيو او مياشتو كې څو ځلې د بګرام او په مركز او ولايتونو كې له دولتي زندانونو نه بنديان خوشې شوي دي،زیاتره دغه كسان له خوشې كېدو وروسته وايي چې د شخصي دښمنۍ او ناسمو راپورنو په اساس له وسلوالو طالبانو سره د تړاو په تور نيول شوي و.
دوى د ولسمشر حامد كرزي له خوا د ټاكل شوي يوه كميسيون له خوا تر څيړنو وروسته پريښودل كيږي، دغه كميسيون دنده لري چې د هغو كسانو دوسيې له سره وڅيړي چې له وسلوالو طالبانو سره د تړاو په تور نيول شوي.
افغان چارواكي وايي، له زندانونو څخه له وسلوالو مخالفينو سره د تړاو په تور د نيول شوېو كسانو خوشې كول په هېواد كې د سولې او د پخلاينې د پروسې د پياوړي كولو لپاره د هلو ځلو يوه برخه ده.