د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

پنټاګون: ویکي لییکس دې نا خپاره شوي اسناد موږ ته راوسپاري


د دامریکا د دفاع وزارت وايي، چې دوی د دغو اسنادو قانوني مالک دي.
د دامریکا د دفاع وزارت وايي، چې دوی د دغو اسنادو قانوني مالک دي.

د امریکا دفاع وزارت د ویکي لییکس له انټرنټ پاڼې غوښتې د افغانستان د جنګ هغه پنځلس زره اسناد، چی تروسه یې نه دی خپاره کړي ژرترژره وسپاري. دفاع وزارت پنټاګون له ویکی لییکس پاڼې دا هم غوښتي چې نشر شوي اسناد له خپلې پاڼې لرې کړي. د ویکي ليیکس انټرنټ پاڼې مشر جولیان اسانژ وایي، ده پنځلس زره اسناد د دې لپاره نه دي خپاره کړي، چې د خلکو ژوند ته تاوان ونه رسیږي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند، جي. اېف موریل رویترز خبري آژانس ته ویلي، چې د پنڼاګون غوښتنه سمه ده او په انټرنټ کې نشر شوي اسناد باید لیرې کړای شي.

ده هیله څرګنده کړې، چې د امریکا د دفاع وزارت د غوښتنې درناوی وشي او ویلي یې دي، چې دفاع وزارت د دغو اسنادو یواځنی قانوني مالک دی.

ویکي لیيکس انټرنټ پاڼې تیره میاشت د افغانستان د جنګ شاوخوا اویازره اسناد په داسې حال کې خپاره کړل، چې د دغه جنګ ملاتړ د امریکا په خلکو کې کم شوی دی.

په دغو اسنادو کې د پوځي عملیاتو په مهال د افغان ولسي خلکو وژنې مواردو او د طالبانو او د پاکستان د استخباراتو ترمنځ ټینګو روابطو ته اشاره شوې ده.

د افغانستان دولت د اسنادو له خپریدو مخکې څو ځلې ویلي وو، چې د تروریستانو اډې او پناځایونه د افغانستان له پولو بهر دي.

د ویکي لییکس انټرنټ پانې له خوا د افغانستان د جنګ د پټو اسنادو له خپریدو وروسته جمهور رییس کرزي وویل.

"دا چې افغانستان تریوې اندازې د دې توان لري، چی له پولو پورې غاړه اډې او مرکزونه له منځه یوسي دا یوه بیله پوښتنه ده، زموږ د ملی زور او ځواک خبره ده.

موږ به د خبرو او له نورو لارو خپله وسه وکړو. خو زموږ پلوي او ملاتړي هیوادونه د دغو مرکزونو او اډو د له منځه وړلو امکانات او توان لري. خو پوښتنه دا ده چې دوی ولې دا کار نه کوي؟"

د امریکا دفاع وزارت وایي، د دغو اسنادو خپرېدل چې د امریکا په پوځي تاریخ کې سابقه نه لريُ، امریکایي عسکرو او د دوی افغان ملګرو ته خطر پیښوي.

د ویکي ليیکس انټرنټ پاڼې مشر جولیان اسانژ وایي، ده پنځلس زره اسناد د دې لپاره نه دي خپاره کړي، چې د خلکو ژوند ته تاوان ونه رسیږي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند څرګندوي دغه اسناد ځکه باید وسپارل شي، چې د خپریدو مخه یې ونیول شي او که خپاره شول ډېر زیات تاوان به رامنځ ته کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند د دغې پوښتنې په ځواب کې چې که چیرې ویکي لیيکس ونه غواړي دغه اسناد وسپاري نو دفاع وزارت به د هغوی په وړاندې په کوم قانوني اقدام لاس پورې کړي او که څنګه؟ څه ونه ویل.

د امریکا دفاع وزارت ویاند فقط دومره ویلي که چیری ویکي لییکس روغ اقدام ونه کړي، نو له هغې وروسته به تصمیم ونیول شي چې څه باید وشي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم له ویکي لیکس غوښتي چې د افغانستان د جنګ اسناد دې وسپاري.
XS
SM
MD
LG