سیلونو د افغانستان په شمال ختیځ او ختیځ کې په لسګونو کسان وژلې دي او په سل ګونو کورنۍ یې زیانمنې کړې دي، چارواکي څرګندوي چې د اوښتو زیانونو سربېره ژغورنکي د سلګونو کسانو د ژغورنې هڅې کوي.
د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې مشر وایي، سیلونو د افغانستان په شمال ختیځ او ختیځ کې لږ تر لږه پنځه شپیته تنه وژلي دي او تر زرو ډیرې کورنۍ یې اغیزمنې کړې دي.
عبدالمتین ادراک وایي، د ژغورنې یوه ډله چمتو شوې ده چې سیل ځپلې سیمې ته ولاړه شي، خو دا هغه سیمه ده چې سیلونو لارې قطع کړې دي او د مخالفو وسله والو د بریدونو ویره هم شته.
عبدالمتین ادارک فرانس پریس اژانس ته وویل، کوم اطلاعات چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې مرکزي دفتر ته له ولایتونو رسیدلې دي څرګندوي چې شاوخوا اویا تنه وژل شوې دي او په لسګونو نور سیلونو ټپیان کړې دي. د عبدالمتین ادارک په وینا تر زرو ډیرې کورنۍ سیلونو ځپلې دي خو احتمالا به د دغو کسانو شمېر زیات شي.
د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې مشر وایي، سیلونو ډیر تلفات تر اوسه په کاپیسا کې اړولې دي په دغه ولایت کې د مړېو شمېر یو دیرش تنو ته رسیږي، له کاپیسا وروسته ننګرهار، لغمان، کونړ، لوګر، غزني او پروان هغه ولایتونه دي چې په کې خلکو ته تلفات اوښتې دي.
د ژغورنې د عملیاتو په اړه ادارک وایي چې د افغانستان او ناټو له هلکوپترو استفاده شوې ده څو اړو کسانو ته دارو درمل او ډوډۍ ورسوي.
ایساف ځواکونو په یوې خبرپاڼه کې ویلې دي چې د افغانستان له هوایي ځواک سره یې په ننګرهار او کونړ کې مرسته کړې ده او تر دوه زره ډیر کسان یې ژغورلې دي.
د ناټو په وینا یو نیم ځای هغو سیمو ته هم دوی الوتنې کړې دي چې هلته مخالف وسله وال شته.
د هوایي ګډ ځواک ویاند ډګرمن پاول بریچ وویل، د دوی هلکوپترې د کونړ د مرکز اسعد اباد په اته کیلومترۍ کې د هغو کسانو د مرستې لپاره الوتنې کړې دي چې په سیل کې ایسار وو، د ډګرمن پاول په وینا دا هغه سیمه ده چې مخکې به هلته مخالفو وسله والو د دوی هلکوپتر په توغندي ویشتل.
د افغان چارواکو په وینا هغه تیز بارانونه چې سیلونه ترې بهیدلې وو اوس دریدلې دي.