د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۳۵

د کانونو وزارت مرستیال: په دې وزارت كې د د فساد له امله مې استعفا وركړه


افغان ولسمشر حامد كرزي د ښاغلي غياثي استعفا نه ده منلې.

د افغانستان د كانونو وزارت مرستيال محمد اكرم غياثي وايي، په دغه وزارت كې د موجودو ستونزو له امله يې خپله استعفا ولسمشر ته سپارلې ده. نوموړى وايي، نوى وزير پر دندو د كسانو په ټاكلو كې وړتياوې په پام كه نه نيسي او تجربه لرونكي كسان يې بې له كوم دليله ګوښه كړي. ده د مشرانو جرګې د شكايتونو اوريدلو كميسيون ته د كانونو وزارت په قراردادونو كې د فساد خبره هم وكړه.

په داسې حال كې، چې په افغانستان كې د كانونو د ايستلو لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوي، د كانونو وزارت مرستيال وايي، د كانونو ايستلو په تړونونو كې د فساد له امله يې افغان ولسمشر ته خپله استعفا وركړې ده.

محمد اكرم غياثي، چې د شنبې په ورځ د مشرانو جرګې د شكايتونو اورېدلو كمېسيون ته راغلى و، د دغه كمېسيون له غړو وغوښتل، چې هغه ستونزي چې د نوموړي د استعفا سبب شوي وڅېړي.

غياثي وايي، د كانونو وزارت نور سلاكاران او كار كوونكي د ده سره هم نظره دي.

”ما نور د دې زغم ونه شواى كولاى، چې د قانون خلاف كارونه، د اداري فساد پر ضد د ستراتيژۍ پر خلاف او د ولسمشر د احكامو نه پلي كېدل ووينم، نو پر همدې اساس ما خپله استعفا د ولسمشرۍ مقام ته تسلم كړه.

همدارنګه د كانونو وزارت ځينو انجينرانو، متخصصينو او نورو مشارنو خپل اعتراضونه تيار كړي او لاسليك كړي يې دي.“

د افغانستان د كانونو وزارت چارواكي وايي، غياثي او نور هغه كسان چې اعتراضونه لري، په نژدې ورځو كې د خپل ډېر عمر د زياتوالي له امله تقاعد كېږي.

د كانونو وزارت اقتصادي سلاكار انجينر نصير احمد وايي، غياثي د خپلو ستونزو په اړه د كانونو وزارت له چارواكو سره خبري نه دي كړي، چې ستونزو ته يې د حل لار پيدا شوې واى.

”زه بايد ووايم دغه وروڼه، چې مشرانو جرګې يا كوم بل ځاى ته تلل، ښه به دا واى، چې دوى خپلې ستونزې وزير ته وړاندې كړي واى، دوى شل ورځې وروسته په خير تقاعد اخلي.

د مهربانۍ له مخې تاسو له دوى څخه وپوښتى چې خپلي ستونزې او اعتراضونه مو د وزارت له رهبري پلاوي او وزير سره شريك كړي او كه يا؟ كه يې مطرح كړي وي نو موږ ملامت يو.“

افغان ولسمشر حامد كرزي د ښاغلي غياثي استعفا نه ده منلې.

د مشرانو جرګې د شكايتونو د كمېسيون ریيس او غړي وايي، چې د كانونو وزارت په اړه اعتراضونه به وڅېړي او په اړه به يې پرېكړه وكړي.

پر كانونو وزارت اعتراضونه په داسې وخت كي كېږي، چې دغه وزارت وايي، چې ډېر داسې كارونه او پلانونه لري، چې له مخې يې د افغانستان د كانونو د ايستلو كار چټكوالى پيدا كړي.

راپور: معصوم ميوند
XS
SM
MD
LG