د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

حزب الله سره د شخړې د مخنیوي لپاره د سوریې او سعودي مشران بیروت ته لاړل


سعد حریري د خپل پلار د قتل تور په سوریې لګولی و، خو سوریې تل دا تورنه په کله رد کړل
سعد حریري د خپل پلار د قتل تور په سوریې لګولی و، خو سوریې تل دا تورنه په کله رد کړل

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ځانګړې محکمه امکان لري د لبنان د حزب الله ګوند غړي د دغه هېواد د پخواني صدراعظم رفیق الحریری په قتل تورن کړي او له دې څخه په لبنان کې کړکیچ رامینځ ته شي، د سعودي عربستان او سوریې مشرانو د ستونزو د مخنیوي لپاره نن د جمعې په ورځ په ګډه د بیروت لیدنه وکړه.

د سعودي عربستان پادشاه عبدالله بن عبدالعزیز او د سوریې جمهوررییس بشارالاسد په یوه ناڅاپي سفر کې د جمعی په ورځ بیروت ته ورسیدل.

دا لومړی ځل دی، چې د سوريې جمهور رییس بشارالاسد د لبنان د صدراعظم رفیق الحریري له مړینې وروسته په تیرو پنځو کلونو کې د ګاونډي هیواد لبنان لیدنه کوي.

د رفیق حریري له مړینې وروسته د سوریې او لبنان اړیکې سړې شوې او د سوریې ځواکونه چې ۲۹ کاله په لبنان کې وو له دغه هېواده ووتل.

بشارالاسد او پادشاه عبدالله دوا ړه یوځای د سعودي عربستان په شاهي الوتکه کې له غرمې وروسته له دمشقه بیروته ولاړل.

د لبنان جمهور رییس میشیل سلیمان او صدراعظم سعد الحریري، چې د رفیق حریري زوی دی په هوایي دګر کې د میلمنو هرکلی وکړل.

دوی ژر د جمهوری ریاست ماڼۍ ته ولاړل او هلته یې د هغو رپوټونه په اړه سره خبرې وکړې، چې وایي، نړیواله محکمه کیدای شي د لبنان د حزب الله غړي د پخواني صدراعظم رفیق الحریري په قتل تورن کړي.

د سوریې او سعودي عربستان مشران په داسې حال کې د بیروت لیدنه کوي، چې رپوټونه وایي، د نړیوالې محکمې له خوا د رفیق حریري په قتل د حزب الله تورونول کیدای شي په لبنان کې د سنیانو او شیعه ګانو ترمینځ نښتې رامینځ ته کړي.

حزب الله شیعه ګوند دی چې ایران اوسوریه یې ملاتړ کوي.

ځانګړې نړیوالې محکمی له مودې راهیسې د رفیق حریري د قتل په اړه تحقیقات کړي دي.

رفیق حریري سني مشر و، چې له سعودي عربستان سره یې پیاوړې اړیکې درلودې.

ګڼو لبنیانو په پيل کې ګمان کاوه چې رفیق حریري سوریې وژلی. خو دمشق دغه تورونه تل رد کړي.

د ملګرو ملتونو تحقیقاتوپه پيل کی دیته اشاره وکړه چی کیدای شی دمشق په دغه قتل کی لاس ولری .

د حزب الله مشر سیدحسن نصرالله د تیرې دوشنبې په ورځ هغه مهال کړکیچ ته لمن ووهله، چې خپلې وینا کې یې وویل، ملګري ملتونه کیدای شي د ده د ګوند ځیني غړي په دغه قتل تورن کړي.

څارونکي په دې نظر دي، که چیرې د حزب الله غړي تورن شي نو دا به د لبنان په ایتلافي حکومت چې مشر یې سعد حریري دی او شیعه وزیران هم په کې دي ناوړه تاثیر وکړي.

سعد حریري هم په پیل کې سوریه د خپل پلار په قتل تورنه کړې وه خو وروسته یې له سوریې سره خپلې اړیکې ورغولې او څلور ځلې یې له جمهور رییس بشارالاسد سره په دمشق کې وکتل.

د منځني ختیځ د چارو یو کارپوه پول سالم وایي، سوریې له لبنان سره خپلې اړیکې په تدریج رغولي او وروسته له دې چې مجبوره شوه خپل پوځ له لبنانه وباسي بیایې خپل نفوذ په دغه هېواد کې پراخه کړي.

"سوریې په لبنان کې د خپلو پلویانو له لارې او له سعودي عربستان او د سیمې نورو لوبغاړو سره د خپلو اړیکو په رغولو په لبنان کې خپل نفوذ واقعا بیرته ترلاسه کړي. اوسنی نفوذ یې د پخوا په څیرنه دی خو بیا هم مهم او موثر دی.

دا هم د پام وړه خبره ده، چې د سوریې جمهور رییس یواځې لبنان ته نه دی راغلی بلکې د سعودي عربستان د پادشاه په ملګرتیا د لبنان لیدنه کوي. سعودي عربستان په سیمه او لبنان کې نفوذ لري."

د سوریې او سعودي عربستان نږدې همکاریو په لبنان کې واقعاً موثر رول لوبولی.

د ریاض او دمشق نژدې والی، چې هریو په لبنان کې خپل پلویان لري په دې کې موثر وو، چې ځوان سعد حریري د تیرکال په انتخاباتو کې حزب الله او د دوی پلویانو ته له سختې ماتې ورکولو وروسته وکولای شول د ملي یووالی ایتلافي حکومت جوړ کړي.

د رفیق حریري د قتل د څیړنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې محکمه پنځه کاله پخوا د لبنان د حکومت په غوښتنه جوړه شوه.

د امنیت شورا له خوا دغې محکمې ته صلاحیت ورکړل شوی، چې د حریري په قتل کې تورن کسان محاکمه کړي.

د لبنان د حزب الله ګوند مشرانو ویلي دي، چې په بیروت کې د سعودي عربستان، سوریې او د لبنان د مشرانو نننۍ خبرې د ملګرو ملتونو د محکمی د فیصلې د سیاسی مفهوم په تشخیص کې باید پریکوونکې وې.
XS
SM
MD
LG