د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۱۹

شنبې د جولاى ۳۱ مه


په افغانستان کې د امریکايي قواوو د فعالیتونو په اړه د امریکايي او افغان چارواکو اندېښنه نن هم د معتبرو لويديځو ورځپاڼو د بحث عمده مسله وه. د امریکا د دفاع وزیرله دې اسنادو څخه د ځيني نورو ټکو د خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او دا یې په جګړه کې د امریکايي ځواکونواو د هغوي د افغان شریکانو لپاره تهدید بللې . د دې ترڅنګ ځینې نورمسایل هم په لويديځو ورځپاڼو کې د افغانستان د حالاتو په اړه خپاره شوې.

کریر:

د کریرخپرونې په خپل وروستۍ مطلب کې د کندهار د عملیاتو د تاخیر په اړه لیکلي د مارجې ترعملیاتو وروسته د کندهارعملیاتو ته ډير انتظار کېده خو ځيني ټکې باید له پامه ونه غورځول شي.

اول دا چې ناټو ځواکونه باید پرمارجه خپل حاکمیت ټینګ کړي او شاوخوا سیمې یې هم تصفیه کړي. دا کار له رواني پلوه د سیمې خلکو ته اهمیت لري.

دوهم دا چې که طالبانو ته زیات وخت ورکول د هغوي لپاره د فعالیت کولو زمینه پراخوي، خو دا هم اهمیت لري چې اول په مارجه کې د حکومت د حاکمیت کړۍ ټینګه شي تر څو په کندهار کې د عملیاتو له پیل سره سیمې ته تهدید متوجه نه شي.

درېم داچې د کندهار د عملیاتو تر پيل مخکې باید په نورو مهمو ښارونو کې امنیت ټینګ شي. په خاص ډول کابل ځکه په کندهارکې د عملیاتو له پيل سره ښايي طالبان پرنورو ښارونو فشار زیات کړي او په کندهار د نړېوالو قواوو د تمرکز مخنیوې وکړي.

کریرخپرونه لیکي دا ډیره مهمه ده چې په کندهار کې د عملیاتو تر پيل وروسته په پاکستان کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو حملې زیاتې شي ځکه په دې توګه به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وسله والو طالبانو د تګ راتګ مخنیوې وشي او په دې ډول به د کندهار له عملیاتو سره مرسته وشي.

ټايم خپرونه:

افغانستان ته د طالبانو له بیا ستنېدو سره به د ښځو برخلیک څه وي؟ دا د افغانستان پر حالاتو د ټایم مجلې د وروستۍ ګڼې د یوه مطلب عنوان دى.

د خپرونې په لیکنه ولسمشرحامد کرزي د جون په میاشت کې له طالبانو سره د سولې ملي مشورتي جرګه جوړه کړه. د څيړونکو په باورله طالبانو سره د روغې په خاطر باید د افغانستان حکومت د هغوي ځیني شرایط ومني.

د خپرونې په لیکنه له دې امله د ښځو د حقوقو پلویان ویره لري چې د طالبانو له راتګ سره به بیا د ښځو پر تعلیم او کار بندیز ولګیږي.

د ولسي جرګې یوې وکیلي ټایم خپرونې ته ویلي چې د ښځو حقوق باید له طالبانو سره د سولې د خبرو قرباني نه شي.

ټایم خپرونې د ښځو د حقونو د یوشمېرپلویانو په حواله لیکلي چې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو له وتلو سره ښايي د دوي لپاره شرایط ډير ناوړه شي.

دوي ویلي چې ترهغو په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د موجودیت پلوي کوي چې حکومت د خپلو وګړو د حقوقو د تامین جوګه شي.
XS
SM
MD
LG