د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۳۵

ګيټس:د پټو رازونو افشا كول سرتېرو ته خطرناک دي


ګيټس:د پټو اسنادو ښكاره كول به ايتلافي ځواكونو ته ناوړه عواقب ولري

څو ورځې وړاندې د ویکي لیکس موسسې د افغانستان د جګړې یاداشتونه- تر سرلیک لاندې شاوخوا ۹۱ زره پټ اسناد افشا کړل. په دې اسنادو کې د افغانستان له وسله والو سره د پاکستان د استخباراتي ادارې (اى، اس اى) د ملاتړ او د ایتلافي ځواکونو په هوایي بمبارېو او ځمکنیو عملیاتو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په ګډون، مختلف راپورونه خپاره شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر رابرت ګیتس د پنتاګون په خبري کنفرنس کې وویل، د ویکي لیکس موسسې له خوا د افغانستان د جګړې د زرونو پټو او محرمو اسنادو خپرول به په دې هېواد کې د امریکایي او ایتلافي ځواکونو لپاره ډېرجدي او خطرناکه عواقب ولري.

رابرت ګیتس دغه راز وویل، ویکي لیکس په انټرنټ کې د افغانستان د جګړې د راپورونو په خپرولو سره د امریکا د متحده ایالاتو دښمنانو ته د پوځ د تکتیکونو او تخنیک ګټور معلومات ورکړي دي. ښاغلي ګیتس وویل:

"د دې اسنادو د خپرولو عواقب د جګړې په ډګرکې خورا زیات دي او زموږ د سرتېرو، افغان ملګرو او متحدینو لپاره خطرناک دي.

دا ممکن د نړۍ په دغې مهمې برخې کې زموږ اړیکي او اعتبار له خطرسره مخامخ کړي."

د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه، وزارت یي زیار باسي چې د دې مسلې په اړه پراخ او جدي څيړنې وکړي او له هغو کسانو سره قانوني چال چلند وکړي چې دا اسناد یي افشا کړي دي. ګیتس وویل، د دفاع وزارت چارواکو د امریکا د استخباراتو فدرالي ادارې یا ایف-بي-اى څخه غوښتې چې په دې مسلې کې دي له دوي سره مرسته وکړي.

د ویکي لیکس موسسې مشر جولیان اسانګي چې د افغانستان د جګړې محرم اسناد یي افشا کړي، له خپل عمل څخه دفاع کړي او وایي، هیله من دی چې دا کار به د افغانستان د جګړې په اړه نوي بحثونه راپورته کړي.
XS
SM
MD
LG