د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۱

د میوند د لوړو زده کړو موسسه یو شمېر ځوانان روزي


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معين تيمور شاه اسحق زي د دغه تړونونو د لاسليك پرمهال
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معين تيمور شاه اسحق زي د دغه تړونونو د لاسليك پرمهال

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معينيت د ميوند د لوړو زده كړو د خصوصي موسسې او ان ار سي موسسې سره د ځوانانو د زده كړې او حرفو د يادولو په برخه كې دوه نوي تړونونه لاسليك كړل. د دغه تړون له مخې به په د ميوند د لوړو زده كړو په خصوصي موسسه كې د ۲۰۰۰ بې وځلو ځوانانو لپاره په تخفيف سره د زده كړو او د افغانستان په شپږو ولايتونو كې د ځوانانو لپاره د حرفو د زده كړې اسانتياوې برابرې شي.

د افغانستان په مركزاو ولايتونو كې ځوانانو ته د زده كړو د اسانتياوو د برابرولو په دوام د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ميوند د لوړو زده كړو د خصوصي موسسې او، ان، ار، سي موسسې سره دوه نوې تړونونه لاسليك كړل.

د دغو تړونونو له مخې چې د پنجشنبې په ورځ لاسليك شول د افغانستان په شپږو ولايتونو كې به د شا اوخوا يو لك او پنځوس زره ځوانانو لپاره د حرفو د زده كړې اسانتياوې او د كابو ۲۰۰۰ ځوانانو لپاره په تخفيف سره د ميوند د لوړو زده كړو په خصوصي موسسه كې د زده كړو اسانتياوې برابرې شي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معين تيمور شاه اسحق زي د دغه تړونونو د لاسليك پرمهال وويل:

"زموږ لومړنى تړون چې د ان، ار، سي موسسې سره دى د شپاړلسو كلنو څخه تر څلور ويشت كلونو پورې يو لك او پنځوس زره څوانانو ته به د افغانستان په شپږو ولايتونو كې د حرفوي زده كړو اسانتيا برابره كړې او زموږ د دوهم تړون له مخې به ۲۰۰۰ افغان په تخفيف سره د ميوند د لوړولو زده كړو خصوصي موسسې ته جذب شي."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې دغه حرفوي زده كړې د ننګرهار، سرپل، كندز، فارياب، بلخ او هرات ولايتونو د ځوانانو لپاره په پام كې نيول شوي دي خو د دغو حرفو په اړه جزيات نه دي وركړل شوي.

په عين حال كې د ميوند د لوړو زده كړو خصوصي موسسه د افغان بې وځلو ځوانانو لپاره د ښو زده كړو د اسانتياوو د برابرولو خبره كوي.

د ميوند د لوړو زده كړو د خصوصي موسسې مشر خيام محمد ملك زاده په دې اړه وويل:

"موږ پخوا هم د ځوانانو د معينيت سره دا شان تړون درلود، موږ د يو شمېرهغو ځوانانو لپاره چې له زده كړو لرې پاتې شوي دغه اسانتياوې برابرې كړي دي چې نجونو ته په كې لومړيتوب وركوو، موږ دوه پوهنځې او څلورڅانګې لرو، موږ په سلو كې پنځوس تخفيف وركړى چې د مياشتې يو زر او پنځوس افغانۍ فيس وركوي."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د افغان ځوانانو لپاره به په ټولو ولايتونو كې د زده كړو او كار موندنې لازمې اسانتياوې برابرې كړي.

خو داسې انتفادونه موجود دي چې دغه اسانتياوې د كمو ځوانانو د لپاره په پام كې نيول كيږي او ډيرى ځوانان له دغو امكاناتو او روزنې څخه بې برخې دي.
XS
SM
MD
LG