د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

پنجشنبې د جولاى ۲۹ مه


په نړېوالو ورځپاڼو كې وال سټريټ ژورنال او نيويارك ټايمز په خپلو نننيو ګڼو كې د افغانستان په اړه مطالب ليكلي، جان اقا الكوزي ورته كتنه كړې.

وال سټريټ ژورنال:

په امریکا کې خپریدونکي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال، په وروستۍ ګڼې کې د افغانستان د نهه کلنې جګړې په اړه یوه مقاله لیکلي او د پیل په کرښو کي یي راغلي:

نهه کاله کیږي چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان په جګړې کې ښکیل دي خو د هر اګاه انسان په ذهن کې چې د جګړې وضعه څیړي، دا پوښتنې پیدا کیږي:

ایا امریکا په پاکستان باور کولاى شي؟ ایتلافي ځواکونه یا هېوادونه کولاى شي چې د افغانستان پولې ته نږدې د پاکستان په خاورې کې د وسله والو د پټېدو ځایونه بند او له منځه یوسي؟ او ایا پاکستان به په رښتیا هم په دې کار کې صادقانه همکاری وکړي؟ وال سټریټ ژورنال لیکي:

په روانې اوونۍ کې د ویکي لیکس موسسې د افغانستان د جګړې پټ اسرار افشا کړل او یو لړمهمې پوښتنې یي رامنځ ته کړي خو دا پوښتنې د پاکستان له پیچلې معما څخه زیاتې مهمې نه دي.

ورځپاڼه زیاتوي، که څه هم چې د ولسمشر بارک اوباما ادارې د افغانستان د جګړې په اړه د پټو اسرارو افشا کول بې اهمیته بللي، خو د امریکا جګ پوړې چارواکي باورلري چې د وسله والو د پټېدو او امن ځایونو د بندولو په کارکې د پاکستان توان او ونډه د زیات اهمیت وړمسله ده.

وال سټریټ ژورنال وړاندې لیکي: د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور جیمز جونز د سې شنبې په ورځ په یوې مرکې کې وویل، زموږ د بري ارزونې په کارکې د وسله والو د پټېدوځایونه لاهم د یوې مهمې اوغټې پوښتنې په توګه پاتې دي.

وسله وال طالبان اوملګري یي له دغو ځایونو څخه د متحده ایالاتو د ستراتیژۍ د بې اغیزه کولو په مقصد، د وسله والو د روزنې، استخدام او استخباراتي معلوماتو د راټولو لپاره کار اخلي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي: د پاکستان استخباراتي اداره ( ای اس اى) د طالبانو ملاتړکوي، خوحکومتي چارواکي له طالبانو څخه د ملاتړ خبره نه مني.

د ورځپاڼې په باور، طالبان، د پاکستان په خاورې کې له خپلو اډو څخه په اغیزمن او فعال ډول کاراخلي او حملې یي پراخې کړی دي.

ترهغې چی دا حالت بدل نه شي د امریکا او افغانستان ټولې هلې ځلې ممکن له ناکامۍ سره مخامخ شي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې په کږلیچونو کې ورک او بې لارې- تر سرلیک لاندې یوه تحلیلي مقاله لیکلي او په یوې برخې کې لیکي، واشنګټن، پاکستان ته د میلونونو ډالرو مرستې ورکړې خو په مقابل کې پاکستان امریکا له شانه په خنجر وهلى ده.

د ورځپاڼې په باور، پاکستان له یوې خوا ژمنه کوي چې د وسله والو به ضد جنګیږي خو په پټه بیا له هغو سره مرسته کوي، نیویارک ټایمز زیاتوي: موږ هغه کسان غولوي چې په دواړو خواو کې لوبه کوي.

ورځپاڼه لیکي: د سپینې ماڼۍ ویاند، رابرت ګیبس د ولسمشر بارک اوباما د تېرکال دا خبره یو ځل بیا تازه او تکرارکړه چې وایي، موږ نه شو کولاى او نه غواړو چې پاکستان ته سپین چک ورکړو. خو تېره اوونې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن اسلام اباد ته د خپل سفرپه مهال پاکستان ته د پنځه سوو میلونوډالروښه غټ اوغوړ چک ورکړ.متحده ایالاتو په تېرو څوکلونوکې پاکستان ته د میلیاردونو ډالرو مرستې ورکړي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د مقالې په وروستیو کرښو کې لیکي: هیلري کلنټن پاکستان ته د سفر په مهال ژمنه وکړه چې بې باورۍ او بد ګمانۍ به له منځه وړي او ډېرداسې څه شته چې په ګډه یي باید تر لاسه کړي.

د نیویارک ټایمز په باور، دا یو تریخ حقیقت دی چې طالبان کال په کال غښتلي کیږي او په داسې حالت کې به د سرتېرو زیاتیدل څه ګټه ولري؟
XS
SM
MD
LG