د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۴۳

راپور: اوس هم د افغانستان ملي اردو بې انډوله جوړښت لري


اسوشیېټډ پرېس اژانس ليکي، د شمال اقليتونه اوس هم د ملي اردو مشري کوي، چې يو وخت طالبانو ورباندې زياتى کړى و.

راپورونه وايي، د افغان ملي اردو په ليکو کې لا هم قومي انډول په پام کې نه دى نيول شوى. د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ملي اردو د ٤٠ عسکرو له جملې دوه پښتانه دي، چې يو يې هم اشپز دى او بل د سرتېري په توګه دنده اجرا کوي.

افغان ځواکونه چې لا يې هم ځينې عسکر ږيرې لري، د شوروي د يرغل د وخت وسلې له ځان سره لېږدوي د غنمو، بېنډيو او هندواڼو په کروندو کې غټ- غټ ګامونه اخلي.

په يوه کلي کې يوه کوچنۍ نجلۍ ورته په جګ کې شيدې راوړي، چې دوى د يوې ونې تر سيوري لاندې ورڅخه غوړپونه کوي.

په امريکايي پوځيانو کې افسران هر وخت د خپلو افغان همکارانو ستاينه کوي، دوى وايي دا خلک د خپلو هېوادوالو په کلتور پوهېږي، له کليوالو سره اړيکې ټينګولاى شي او په محلي سياستونو خبر دي.

خو د افغانستان په جنوب کې چې د امريکا د جګړې مرکزي سيمه ده، تقريباً ټول افغان عسکر د نورو سيمو دي، زياتره يې په محلي ژبه خبرې نه شي کولاى، دوى د هغو ترجمانانو په مرسته له سيمه ييزو خلکو سره خبرې کوي، چې امريکايي عسکرو د ځان لپاره ګمارلي دي.

اسوشیېټډ پرېس اژانس ليکي، د شمال اقليتونه اوس هم د ملي اردو مشري کوي، چې يو وخت طالبانو ورباندې زياتى کړى و.

اژانس وايي، که څه هم اکثره طالبان پښتانه دي، دغه قوم په افغانستان کې اکثريت دى، بيا هم ټول طالبان نه دي. اژانس په دې باور دى، چې د شمال د خلکو او د جنوبي سيمو د پښتنو ترمنځ خلا زياته شوې ده.

اوس افغان ملي اردو چې قومي توازن په کې پام کې نه دى نيول شوى، د بهرنيو ځواکونو ترڅنګ د افغانستان په جنوب کې د وسلوالو طالبانو د ځپلو لپاره موظف شوى.

د کندهار په ستراتيژيکه سيمه ارغنداب ولسوالۍ کې يوه افغان قوماندان ٣٠ کلن بريدمن ګل اغا خاکسار اژانس ته ويلي، موږ کولاى شو د پښتنو په منځ کې ١٠٠٠ کاله هم تېر کړو، خو دوى به مو هېڅکله دوستان نه شي.

نوموړى په خټه تاجک دى، وايي د طالبانو له خوا يې په تخار کې وژنې په ياد دي.

اسوشیېټډ پرېس ليکي، افغانستان غښتلى ملي يووالى نه دى لرلى، خو قبيلي يې هم د شوروي د يرغل په وخت کې سره ووېشل شوې.

افغان ملي پوځ هڅه کوي د داوطلبۍ په هر مرکز کې قومي جوړښت په پام کې ونيسي، خو اژانس وايي، د ملي اردو داسې لېوا به پيدا نه شي چې مشر يې د شمالي ولايتونو نه وي.

د اسوشېټېډ پرېس په حواله، په ارغنداب ولسوالۍ کې د ملي اردو له ٤٠ عسکرو يوازې دوه پښتانه وو، چې يو يې د اشپز په توګه دنده درلوده، دوى په سيمه کې له امريکايي پوځيانو سره په يوه ليرې پوځي اډه کې ماموريت لري.

په کندهار کې د قرطاسيه فروشۍ يوه خاوند ٤٠ کلن سيد احمد جان اغا اژانس ته ويلي:

”زه له خپلو پښتنو وروڼو غواړم، چې د ملي اردو په ليکو کې ودرېږي. که ناټو له افغانستانه وځي، نور خلک به پر موږ حاکمان وي او ډېرې وسلې به لري.“

په جنوبي ولايتونو کې د فاسدو پوليسو په پرتله، خلک د ملي اردو زيات درناوى کوي، خو بيا هم اوږده لار په مخکې ده.

په ارغنداب کې د ملي اردو يوازېني ٢٦ کلن پښتون عسکر ميرزا ميزالدين اژانس ته ويلي، په خپلو ملګرو کې د قبيلوي نفاق نښې نه ويني او کله چې کوم ماموريت ته ځي، داسې وي لکه وروڼه.

خو ګل اغا چې د ملي اردو يو ځايي قوماندان دى اژانس ته ويلي، پښتانه د ده په عسکري قطعه کې اقليت دى، دى وايي:

موږ پوره باور نه ورباندې کوو. نوموړى شکمن دى چې ښايي کوم پښتون عسکر يې له طالبانو سره اړيکې ولري.
XS
SM
MD
LG