د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

د افغانستان د خبریالانو ټولنه د امروز تلویزون د خپرونو پر بندولو خواشیني دي


د افغانستان د خبریالانو د ټولنې مشر عبدالحمید مبارز
د افغانستان د خبریالانو د ټولنې مشر عبدالحمید مبارز

د افغانستان د خبريالانو ټولنه د امروز خصوصي تلويزيون د خپرونو د بندولو په اړه د افغانستان د وزيرانو شورا پريكړه د قانون خلاف بولي وايي، چې دغه پريكړه بايد د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د رسنيو له قانون څخه د سر غړونې د كميسيون له خوا شوې وه.

د افغانستان د خبريالانو ټولنه د وزيرانو په شورا د انتقاد كوي، چې د امروز خصوصي تلويزيون پر وړاندې يې د قانون خلاف پريكړه كړې ده.

د افغانستان د خبريالانو ټولنې مشر عبدالحميد مبارز د چهار شنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، چې په كار وه دغه پركړه د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ او د رسنيو له قانون څخه د سر غړونې د كميسيون له خوا شوې وه:

"له هغه ځايه څخه چې اساسي قانون او د رسنيو قانون شته نو دا د رسنيو له قانون څخه د سرغړونې د كميسيون او په ځانګړي ډول د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت دنده وه، چې د امروز تلويزيون د خپرونو او دغه شان د طلوع او يك تلويزيون د يو شمېر خپرونود بندولو په اړه پريكړه وكړي."

د امروز خصوصي تلويزيون خپرونې تيره ورځ ورسته له هغې بندې شوې، چې د افغانستان د وزيرانو شورا د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او لويې څارنوالۍ څخه د دغه تلويزپون د خپرونو د بندولو غوښتنه وكړه.

په داسې حال كې چې د افغانستان د خبريالانو ټولنه او د خبريالانو له حقونو څخه د ملاتړ نورې ټولنې د افغانستان د وزيرانو په شورا د دغې پركړې له امله انتفاد كوي د تمدن په نوم د يو خصوصي تلويزيون د خپرونو مشر ښاغلى رحمتي د وزيرانو شورا دغه پريكړه پر ځاى او له قانون سره سمه ګڼي.

د افغانستان حكومت هم وايي، چې د امروز خصوصي تلويزيون خپرونې يې د قانون په رڼا كې ور تړلې دي.

د افغانستان د حكومت د رسنيو د مركز مشر ډاكټر حكيم عاشر تيره ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

""

خو د امروز خصوصي تلويزيون مشر نجيب الله كابلي چې د افغانستان د ولسي جرګه غړى هم دى د وزيرانوشورا دغه پريكړه نا سمه ګڼي وايي، چې د امروز تلويزيون خپرونې د ايران او د ايراني لاس پوڅو په ټينګار او تر فشار لاندې تړل شوې دي.

امروز تلويزيون هم لكه د نورو په لسګونو خصوصي تلويزيونو په شان د طالبانو د حكومت تر راپرځيدلو ورسته خپلې خپرونې پيل كړې.
XS
SM
MD
LG