د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۰۲

سې شنبې د زمري ۵ مه


خدمتګار ورځپاڼې په هېواد كې د ترافيكو پېښو د زياتېدو په اړه تبصره كړې

كابل چاپ ورځپاڼو په د هېواد بېلابېل مسايل څېړلي چې لنډيز يي احمد زبير ژمن په لانديني راپور كې برابر كړى.

ويسا:

ويسا ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې كې له وسلوالو طالبانو سره د پاكستان د استخباراتي شبكې اى اس اى د مرستو په اړه د پټو اسنادو پر را برسيره كېدو تبصره كړې ده.

په سرمقالې كې راغلي، داسې اسناد ښايي په افغانستان كې د ترهګرۍ پرضد د جګړې له لومړېو ورځو نه موجود و، خو پوښتنه داده چې د امريكا متحده ايالاتو ولې بيا هم له پاكستان سره د مليارډونو ډالرو مرستې كړي دي.

ويسا په يوه بل مطلب كې د امريكا د وسلوالو ځواكونو د لوى درستيز اميرالبحر مايك مولن څرګندونې راخيستې چې ويلي يې دي، په راتلونكو مياشتو كې به په افغانستان كې تاوتريخوالى لا زيات شي.

په مطلب كې د نوموړي له قوله زياته شوې، امريكا به له پاكستان او د دغه هېواد له استخباراتي شبكې سره د كوټې شورا او په ځانګړې توګه د حقاني شبكې په اړه پر خبرو تمركز ته دوام وركړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې كې د اى اس اى د فعاليتونو په اړه د پټو اسنادو په را برسيره كېدو تبصره كړې ده.

په سرمقالې كې راغلي، دې اسنادو دوه واقعيتونه په ډاګه كړې دې، چې د ترهګرو د استخدام سمبالښت او فكري روزنې مركزونه له افغانستان نه بهردي او بل دا چې په تېرو نهو كلونوكې په افغانستان كې د ملكي خلكو د ژوند ژغورلو ته پوره پاملرنه نه ده شوې.

هېواد ليكي په دغو خپاره شوېو اسنادو كې بايد ټول معلومات په دقيقه توګه وڅيړل شي او د هغې په رڼا كې په سيمه كې د سولې او ثبات د را وستلو لپاره لارې چار ولټول شي.

هېواد په خپل لومړي مخ كې د افغانستان د كابينې د وروستۍ غونډې راپورهم خپور كړى، په راپوركې راغلي، كابينې د ځينو تلويزيونو له خوا د هغو پروګرامونو د بندولو پريكړه وكړه چې له اسلامي او ملي ارزښتونو سره په ټكركې دي.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼې په هېواد كې د ترافيكو پېښو د زياتېدو په اړه تبصره كړې او ليكلي يې دي، د راپورنو له مخې په افغانستان كې له جګړې وروسته بيا په ترافيكي پېښو كې ډيرخلك مري.

ورځپاڼې په دې برخه كې په كندهار كې يوې ترافيكې پېښې ته په اشارې سره چې له پنځوسو ډير كسان په كې مړه او ژوبل شول، ليكلي دي، اړوندې دولتي ادارې بايد د دغو پېښو د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وكړي.

خدمتګار په يوه بل مطلب كې له ايران سره پرګډې پولې د ايراني پوليسو له خوا د شپږو افغانانو د وژنې په پېښې تبصره كړې او ليكلي يې دي، ايراني ځواكونه د افغانانو په وړاندې له تشدد او او بې رحمى كاراخلي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په هلمند كې د ناټو ځواكونو په يوې حملې كې د ملكي خلكوته د مرګ ژوبلې په اړه تبصره كړې او په دې برخه كې د دې ولايت په سيمه اېزو چارواكو انتقاد كړى دى.

سرنوشت ليكي، دغه پېښه څو ورځې مخكې شوې خو سيمه اېزو چارواكو تر هغو پټه ساتلې وه ترڅو چې په رسنيو كې را برسېره شوه.
XS
SM
MD
LG