د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۸

د څارنې كميسيون په رسمي توګه په كار پيل وكړ


د جمهور رئيس حامد كرزي لومړى مرستيال مارشال فهيم قسيم
د جمهور رئيس حامد كرزي لومړى مرستيال مارشال فهيم قسيم

د افغانستان د اساسي قانون پر تطبيق د دغه كميسيون پنځه غړي شنبې په ورځ په كابل كې د ولسمش كرزي د لومړي مرستيال مارشال فهيم قسيم له خوا د يوې غونډې په ترڅ كې وروپيژندل شول، د كميسيون غړو ژمنه كړې چې په هېواد كې به د اساسي قانون پر تطبيق جدي څارنه كوي، تمه كيږي چې دغه كميسيون به د هغو لانجو په هواري كې مهم رول ولوبوي چې د اساسي قانون د تفسير په اړه د حكومت او ملي شورا ترمنځ پيدا كيږي.

له څوكلونو انتظار وروسته د افغانستان د اساسي قانون په تطبيق د څاركميسيون پنځو غړو چې څو اونۍ مخكې يې له ولسي جرګې نه د باور رايه ترلاسه كړې وه، په رسمي توګه په كار پيل وكړ.

د ولسمشر لومړي مرستيال محمد قسيم فهيم د شنبې په ورځ په كابل كې د يو غونډې په ترڅ كې د دغوغړو د معرفي كولو په وخت كې وويل، چې په تېرو څو كلونو كې ددغه كميسيون د جوړېدو اړتيا محسوسېدله:
د څاركميسيون رئيس ګل رحمان قاضي


(د افغانستان د جمهوري رياست له انتخاباتو سره هم مهاله بايد د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې كميسيون جوړ شوى واى، دا كميسيون د پارلمان، د دولت او حكومت د رياست په فعاليتونو څارنه كوي،اوس هم زموږ ټولنه دې كميسيون ته سخته اړتيا لري، چې نن يې په كار پيل وكړ.)

د راپورونو له مخې د افغانستان د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې كميسيون اوه غړي لري، څه موده مخكې ولسمشر يې شپږ غړي ولسي جرګې ته ور وپيژندل چې يوه يې له كار كولو ډډه وكړه.

چارواكو ويلي چې پاتې دوه غړي به يې هم د ملي شورا د كار له پېلېدو وروسته ولسي جرګې ته د باور رايې د ترلاسه كولو لپاره ور وپيژندل شي.

په عين حال كې د افغانستان د اساسي قانون په تطبيق د څاركميسيون رئيس ګل رحمان قاضي ژمنه وكړه، چې كميسيون به په هېواد كې به د اساسي قانون پر تطبيق جدي څارنه كوي.

د افغانستان د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې كميسيون د دغه هېواد د ملي شورا له بيا بيا غوښتنې وروسته په كار پيل كوي.

پخوا تردې د ولسي جرګې او جمهوري رياست ترمنځ په زياترو هغو مسايلو كې لانجې راغلي چې د اساسي قانون پر تفسير پورې تړلي دي.

دغه مسايل به سترې محكمې ته وړاندې كېدل او ولسي جرګې به پرې انتقاد كاوه چې د حكومت په ګټه يې بيانوي، خو تمه ده چې د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې كميسيون رامنځ ته كېدل به د دغې ستونزې له هواري سره مرسته وكړي.
XS
SM
MD
LG