د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

افضلي: نړېواله ټولنه دې د نشه يي توكو پرضد په مبارزه كې همكاري وكړي


د افغانستان د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې وزارت وياند زلمي افضلي
د افغانستان د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې وزارت وياند زلمي افضلي

افغان چارواكو تمه ښوولې چې، د كابل له نړېوال كنفرانس څخه وروسته چې، د تېرې سې شنبې په ورځ په كابل كې جوړ شو، نړېواله ټولنه د نشه يي توكو سره د مبارزې په برخه كې خپله همكاري لا ډيره كړي. د افغانستان د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، چې د كابل په نړېوال كنفرانس كې پر دې ټينګار وشو چې د نشه يي توكو مبارزه يوازې په افغانستان پورې محدوده نه شي پاتې كېداى او بايد په سيمه ايزه او نړېواله توګه دا مبارزه وشي.

د افغانستان د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې وزارت تمه كوي، چې نړېواله ټولنه به پر هغو ژمنو عمل وكړي، چې د كابل په نړېوال كنفرانس كې يې له افغان دولت سره وكړې.

د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې وزارت چارواكو، د كابل د نړېوال كنفرانس چې د تېرې سې شنبې په ورځ په كابل كي جوړ شوى وو ستاينه وكړه او وايي د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې په برخه كې هم په كې تازه ژمنې شوي دي.

د افغانستان د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې وزارت وياند زلمي افضلي د شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د كابل په نړېوال كنفرانس كې د لومړي ځل لپاره پر دې ټينګار وشو، چې د نشه يي توكو مبارزه يوه نړېوال مبارزه ده چې بايد په سيمه ايزه او نړېواله كچه په همغږۍ سره پر مخ بوتلل شي.
ښاغلي افضلي وويل، په افغانستان كې د مخدره موادو د كاروبار نړېواله مافيا فعاليت لري چې هڅه كوي په دغه هېواد كې اداري فساد، نا امني او د مخدره موادو كر ته پراختيا وركړي.

د نوموړي په وينا، پخوا تر دې د نشه يي موادو پر ضد مبارزه كې له افغان دولت سره د نړېوالې ټولنې همكاري د قناعت وړ نه وه.

د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې وزارت چارواكي وايي، چې په افغانستان كې د مخدره موادو د كر او قاچاق د مخنيوي د ستراتيژۍ د ښه پلي كولو په هدف يو بورډ جوړ شوى.

ښاغلي افضلي وويل، چې دغه بورډ به د ستراتيژۍ نيمګړتياوي وڅېړي او د لا بشپړتيا لپاره به يې كار وكړي.

د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، چې د 2010 كال تر پايه به د افغانستان 22 ولايتونه د تارياكو له كښت او توليد څخه پاك كړي.

همدارنګه دوى وايي، چې په افغانستان كې اوس مهال نژدې يو ميليون كسان په نشه يي توكو روږ دي چې جدي درملنې او تداوى ته اړتيا لري.

خو پر افغان دولت دا انتقاد كېږي چې د نشه يي توكو پر ضد جدي مبارزه نه كوي او بله نيوكه پرې دا ده ، چې د هغو لوړ پوړو افغان چارواكو او زورور كسانو چې د نشه يي توكو په قاچاق كې لاس لري، د نيولو لپاره جدي اقدامات نه كوي.

خو افغان چارواكي دغه انتقادونه ردوي او وايي، چې دوى په تېرو څو كلونو كې لويي لاسته راوړنې لري.

معصوم ميوند_كابل
XS
SM
MD
LG