د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

مدني ټولنه: دولت دې د اطلاعاتو د قانون په جوړولو کې موږ سره مرسته وکړي


په افغانستان کې د مدني ټولنې يوه مسوول عزيز رفيعي
په افغانستان کې د مدني ټولنې يوه مسوول عزيز رفيعي

د افغانستان مدني ټولنه يوځل بيا له حكومت او ټولو مسولو ارګانونو څخه غواړي، چې اطلاعاتو ته دې د خلكو د لاس رسي د قانون په جوړولو كې مرستې وكړي. مدني ټولنې د شنبې په ورځ په يوې اعلاميه كې ذكر كړى دی، چې له اطلاعاتو څخه د خلكو ليرې والى، د دې سبب شوى، چې په ادارو كې فساد زيات شي. په اعلاميه كې دا هم راغلي دي، چې مسوول دولتي ارګانونه ژمن شوي وو، چې دا قانون به تصويب كړي، خو په هكله يې لازم اقدام نه دی شوی.

د افغانستان مدني ټولني او د بشر د حقونو شبكې، له څه مودې راهيسې اطلاعاتو ته د خلكو د لاسرسي پرقانون كارپيل كړى دى.

دا شبكه وايي، د دې قانون تصويب كولى شي، چې اطلاعاتو ته د خلكو د لاسرسي حقوق خوندي كړي.

شبكه دا هم وايي، چې د هېواد خلك حق لري، چې د رسنيو له لارې كره اطلاعات ورورسيږي او د خلكو په وړاندې د دولت پر اجرااتو نظر وركړي.

د مدني ټولنې يوه مسوول عزيز رفيعي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، چې اطلاعاتو ته د هېواد د خلكو لاسرى، د ټولو اتباعو قانوني حق دى، خو په دې لاره كې اوس هم يو لړستونزې پرتې دي. ښاغلي رفيعي وويل:

"د مدني ټولنې اوه لس بنيادونه غواړي اطلاعاتو ته د خلكو د لاسرسي قانون جوړ كړى، په دې قانون كې د خلكو، دولت او خصوصي سكتور نظريات راټولوو، كه دا قانون مخكې تصويب شوى واى، د اداري فساد او رشوت به دومره پراخ شوى نه واي، غواړو دولت په دې برخه کې له موږ سره مرستې وكړي."

په اعلاميه كې ويل شوي دي، په پام كې وه چې اطلاعاتو ته د خلكو د لاسرسي پر قانون، د كابل له نړيوال كنفرانس څخه دمخه كارپيل شوى واى خو له بده مرغه دا كار وځنډيد.

اعلاميه داهم وايي، چې په وروستيو درېیو كلونو كې په دولتي ادارو كې فساد او رشوت، څو برابره زيات شوى، چې ورسره د خلكو حقونه ترپښو لاندې كيږي.

په اعلاميې كې راغلي دي، چې دولت د ادارى فساد د مخنيوي هڅې كوي خو دا هڅې بايد خلكو ته د اطلاعاتو د لاسرسي د قانون پر مټ نورې هم پراخې او جدي شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال محمد مبارز راشیدي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مدني ټولنې او د بشر د حقونو د شبكې سپارښتننې پرځاى ګڼي او ورسره د ملاتړ ژمنې كوي.

په دې هكله د اطلاعاتو او فرهنك د وزارت مرستيال دين محمد مبارز راشدي ازادي راډيو ته وويل:

"زه په بشپړه توګه له هرې هغې موضوع څخه دفاع كوم، چې د بيان د ازادۍ چارې ښې كړي. د مطبوعاتو پرقانون كار روان دی او د ټولو خلكو او ټولنو نظريات په كې ځاى شوي دي."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزا رت وايي، په وروستيو كلونو كې رسينو په هېواد كې له بل هروخت څخه زياته پراختيا موندلې او خلكو ته د خبرونو ترڅنګ، دپام وړاطلاعات هم رسيږي او په دى لاره كى نورى هڅى هم رواني دي.

خو د خبري رسنيو كاركوونكي وايي، چې اوس هم د دوى د فعاليتونو په لار كې ستونزى شته او حتى كله كله ورسره د خبريا راپور جوړولو په وخت كې ناوړه چلند هم كيږي.

دوى داهم وايي، چې په ځينو ځايونو كې نه يوازې دا چې دولتي مسوولينو اطلاعات نه دي وركړي بلكې وهل شوى، ټكول شوي او حتى زندانونو ته اچول شوي هم دي.
XS
SM
MD
LG