د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۱۶

د افغان حاجيانو د نوم ليكنې بهير پيل شو


افغان حاجيان اندېښمن دي چې سږ به هم لكه د نورو كلونو په شان سعودي عربستان ته د تګ، راتګ او هلته د استوګنې په برخه كې له ستونزو سر مخ وي

د سږ كال لپاره د حج په مراسمو كې د ګډون په خاطر د افغان حاجيانو د نوم ليكنې بهير پيل شو، د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي چې د نوم ليكنې دغه بهيربه د زمري د مياشتې تر يولسمې نېټې پورې دوام وكړي، ټاكل شوې چې سږ كال هم په لسګونه زره افغان حاجيان د حج د مراسمو د ادا كولو لپاره سعودي عربستان ته سفر وكړي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې سږ كال به هم ديرش زره افغان حاجيان د حج د مراسمو د ادا كولو لپاره سعودي عربستان ته سفر وكړي.

سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د نوم ليكنې بهير د شنبې په ورځ د زمري د مياشتې له دوهمې نېټې څخه پيل شو چې تر لسو ورځو پورې به دوام وكړي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د حج او زيارت ريس قاضي فيض محمد مختار ازادۍ راډيو ته وويل، چې افغان حجاجيانو ته د
د حج او اوقافو وزارت د حج او زيارت ريس قاضي فيض محمد مختار
حج په پروسه كې د اسانتياوو د برابرولو په خاطر دغه وزارت سږ كال له كابل بانك سره يو تړون لاسليك كړى دى:

(د هغه تړون له مخې چې د افغانستان او سعودي عربستان د حج او اوقافو د وزارتونو تر منځ شوى دى سږ كال به ديرش زره افغان جاجيان د حج د مراسمو د ادا كولو لپاره بيت االه شريف ته سفر وكړي.

د كابل بانك سره تړون شوى ټول افغان جاجيان به ټاكل شوى رقم كابل بانك ته تحويلوي، كه چېرې د كوم حاجي نوم د پچې اچونې په پروګرام كې برابر نه شو هغه كولاى شي چې تر درېوو ورځو وروسته خپلې پيسې بيرته ترلاسه كړي.)

سږ كال هر افغان حاجي بايد د حج د مراسمو د ادا كولو لپاره ۲۸۲۵ ډالره تحويل كړي، چې په دغه رقم كې د حاجي د الوتكۍ د ټكټ، د سعودي خاك پولي، د بعثه خدمتونه، دپاسپورټ برابرول او په مكې مكرمه او مدينې منوره كې د استوګنې لګښتونه شامل دي.

د پغمان اوسيدونكى احمد طاوس چې غواړي سږ كال د حج په مراسمو كې ګډون وكړي ازادۍ راديو ته يې وويل، چې د تېر كال په پرتله د يو حاجي د لګښتونه په رقم كې كموالى راغلى دى.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، چې كوچيان او په ايران او پاكستان كې ميشت ګډوال هم كولاى شي چې د حج د مراسمو د ادا كولو لپاره په نيږدې ولايتونو كې نوم ليكنه وكړي.

تېركال سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو په ليږدولو او را ليږدولو كې افغان خصوصي هوايي شركتونو هم برخه درلودله خو سږ دغو شركتونو ته د برخې د وركولو او اندازې په اړه لا تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

افغان حاجيان اندېښمن دي چې سږ به هم لكه د نورو كلونو په شان سعودي عربستان ته د تګ، راتګ او هلته د استوګنې په برخه كې له ستونزو سر مخ وي.

خو د افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواكي وايي، چې د افغان حاجيانو لپاره د لازمو اسناتياوو د برابرولو په فكر كې دي.
XS
SM
MD
LG