د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

د امریکا لوی درستیز د ای ایس ای تغییر غواړي


د امریکا لوی درستیزاډمیریل مایک مولن
د امریکا لوی درستیزاډمیریل مایک مولن
د امریکا لوی درستیز نن پاکستان ته مخه کړه، څو په دغه هېواد کې د افراطي مسلمانو ډلو په اړه خپلې اندېښنې پاکستاني چارواکو ته ورسوي. دغه ډلې تورنې شوې دي چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو پرضد بریدونه کوي.

اډمیریل مایک مولن اسلام اباد ته تر سفر مخکې په نوي ډهلي کې د جمعې په ورځ خبرې غونډې ته د جلال الدین حقاني د ډلې په ګډون په پاکستان کې د افراطي ډلو حضور ته اندیښنه څرګنده کړه.

ده د حقاني ډله په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ یاده کړه او ویې ویل، چې د حقاني د ډلې په اړه یې څو څو ځله له پاکستانه غوښتې دي چې مخه یې ونیسي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارد هولبروک


مایک مولن چې دوه ورځې په هند کې و دا هم وویل، چې د پاکستان د استخباراتو اداره بدلون ته اړتیا لري، د افراطیانو د ځپلو لپاره ای ایس ای بنیادي تغییر ته اړتیا لري.

مایک مولن به نن د پاکستان له لوی درستیز جنرال اشفاق پرویز کیاني سره وګوري بیا به له صدراعظم یوسف رضا ګیلانی سره به خبرې وکړي.

بل لور ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارد هولبروک د جمعې په ورځ وویل، چې پاکستان د افغانستان د حکومت له لوري د سولې له هلوځلو سره تر پخوا همکاري زیاته کړې ده، خو د پاکستان همکاري په هغه اندازه نه ده چې امریکا یې غواړي.

ریچارډ هولبروک، چې تازه د پاکستان له سیال هېواد هند څخه بریتانیا ته تللی، د پاکستان له لوري په څو برخو کې شوېو پرمختګونو ته اشاره وکړه او ویې ویل د پاکستان پوځ په خپله خاوره کې د پاکستاني سخت دریځو پرضد پراخ عملیات کړي، خو د افغان طالبانو د حقاني شبکې پرضد اقدام نه کوي او دا حقیقي ستونزه ده.

ریچارد هولبروک چې د بریتانیا له لوی درستیز ډیویډ ریچارډز او د بریتانیا له ملي سلاکار پیټرریکیټس سره له کتنې وروسته د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ویل، همدا راز څرګنده کړه چې د پاکستان له همکارۍ پرته به د افغانستان جګړه دوام وکړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ټينګار وکړ چې پاکستان همکاري کوي خو دا مرستې لا هغه حد ته نه دي رسېدلي چې تاسو یي هیله لري چې باید وي.

د رویټرز اژانس په وینا د پاکستان د پوځ له لوري په سرحدي سیمو کې عملیات د نړېوالو ځواکونو له لوري په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره مهم ګڼل کېږي خو پاکستان په دې باور دی چې د حقاني له شبکې استفاده وکړي او هغه له ولسمشر کرزی سره د روغې خبرو ته کښینوي څو په دې ډول په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونیسي.

اسلام اباد دا اندیښنه لري چې د راتلونکي میلادي کال له جولای وروسته که چیرته امریکایي سرتېري له افغانستانه وتل پیلوي هلته هند خپل نفوذ زیات نه کړي.
XS
SM
MD
LG