د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

صالح:كرزى د طالبانو په ضد جګړې څخه په شا شوى


د ملی امنیت پخوانی رییس امرالله صالح
د ملی امنیت پخوانی رییس امرالله صالح

امرالله صالح چې شاوخوا شپږ کاله یي د افغانستان د ملي امنیت د عمومي رییس په څوکۍ کار وکړ او څه موده وړاندې یي استعفی وکړه، د ولسمشر کرزي په خلاف یي یو ډول کمپاین پیل کړى او داسې استدلال کوي چې ولسمشر د طالبانو په ضد جګړې څخه په شا شوی او پرته له دې چې عواقبو ته یي پام وکړي، له وسله والو سره د سیاسي معاملې هلې ځلې کوي.

ښاغلې صالح په کابل کې د محصلینوکوچنیو ډلو اودغه راز د افغانستان په شمال کې څو ورځې وړاندې د ویناو په جریان کې وویل، ولسمشر کرزی له طالبانو سره په معاملې کې مرګوني تېروتنه کوي او په دې عمل سره به کورنۍ جګړې ته لارهواره کړي.

د ملی امنیت پخوانی رییس وایي، ولسمشر کرزي له وسله والو سره د روغې جوړې داسې پالیسى مخته کړې چې په افغانستان کې د ډيموکراسۍ او د ښځو د حقونو په برخو کې، د تېرو نهو کلونو لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ کوي.

ښاغلي امرالله صالح وایي، که چېرې دی خپل غږ پورته نه کړي نو افغانستان به له بحران سره مخامخ شي.

خو کله چې وسله والو د ثور د اتمې نېټې د جشن په مراسمو باندې حمله وکړه او ولسي جرګې ښاغلی صالح استیضاح کړ، ده هغه مهال وکیلانو ته په وینا کې وویل:

په افغانستان کې مشروعیت په ارګ کې خلاصه شوی او که خداى مکړه د ولسمشر کرزی یو ویښته هم تلف شواى واى نو بل داسې کوم سیستم نشته چې افغانستان دې سره راټول کړای شي.

د امریکا حکومت او ناټو په دې وروستیو کې له وسله والو سره د افغان حکومت د سولې د خبرو او عملیې ملاتړ کړی او داسې یي ښودلې چې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د خبرو او سولې عملیه د افغانانو ابتکار یا مسله ده او ضرور نه ده، چې لویدیځ دې په کې مداخله وکړي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي مارک سید ویل په دې وروستیو کې په احتیاط سره ویلي، په افغانستان کې د سیاسي پخلاینې هر ډول عملیه باید چې ملي او هر اړخیزه وي.

که داسې نه وي نو موږ به له نورو زیاتو ستونزو سره مخامخ شو، کله چې په افغانستان کې ستونزې رامنځ ته کیږي نو شخړې ورسره پیدا کیږي.

واشنګټن پوست ورځپاڼه لیکي: دا چې د افغانستان په جګړې کې د ناټو بشري او مالي تاوانونه مخ په زیاتېدو دى نو دوي هم له دې حالت څخه د وتلو لار لټوي او دغه مقصد ته د رسېدو لپاره د طالبانو او ولسمشر کرزی تر منځ د قدرت ویش د دوي په نظر، تر ټولو غوره لار ده.

په کابل کې د ناټو یوه جګ پوړي چارواکي د ښاغلي امرالله صالح په اړه ویلي، نوموړی یو هوښیار او ذکي شخص دی خو د سولې د خبرو په اړه د ده دریځ او موقف د افغانستان د اوږدې جګړې د ختمولو لار نه ده.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس وایي، طالبان د کابل دروازو ته رسیدلي او موږ باید د هغوي د حرکت مخه ونیسو ولو که زموږ د وینې په بیه هم تمام شي.

ښاغلی صالح وایي، د ولسمشرکرزي په ضد د ده دریځ د قومي یا سمتي ملاخظاتو له امله نه دی او ښاغلی کرزی شریف او وطن دوست انسان دی.

له بلې خوا، په ولسي جرګې کې د پنجشیر د خلکو پخوانی استازې صالح محمد ریګستاني وایي، تاجکان، هزاره ګان او ازبکان دا مهال د کرزي په حکومت کې شریک نه بلکه یوازې د کارکوونکو حیثیت لري.

د ولسمشر کرزي بل پخوانى متحد، حاجي محمد محقق هم له طالبانو سره د افغان حکومت پخلاینه رد کړي او وایي، ولسمشر کرزي چې کومه نوى سیاسي لار غوره کړي نه یوازې، دی له منځه وړي بلکه افغانستان له منځه وړي. دا یو ډول خود کشي ده.

د ولسمشر کرزي ویاند وحیدعمر د امرالله صالح او محقق د خبرو په اړه له څرګندونو څخه ډډه کړې خو افغان حکومت وایي، له طالبانو سره یي د سولې عملیه په پوره احتیاط روانه کړې او شرط یي دا دی چې طالبان به د افغانستان اساسي قانون مني، له شخړو به لاس اخلي او له بهرنیو تروریستانو سره به اړیکي شلوي.

XS
SM
MD
LG