د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

امریکا د طالبانو پر مشرانو نوي مالي بندیزونه لګولي


دغه بندیزونه پر هغو طالب قوماندانو لګول کیږي، چې د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې عملیات کوي
دغه بندیزونه پر هغو طالب قوماندانو لګول کیږي، چې د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې عملیات کوي

د امریکا حکومت پرون اعلان وکړ، چې د افغان طالبانو پر مشرانو یې نوي مالي بندیزونه لګولي دي. دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت د پاکستان له حکومت سره په ګډه له وسله والو طالبانو سره د روغې هڅې پیل کړې دي. اسوشیېټډپرېس خبري اژانس په دې اړه په یوه راپور کې لیکي، چې دا اقدام ښايي د سولې لپاره د ولسمشر حامدکرزي وروستیو هڅو ته زیان واړوي.

د امریکا د حکومت د نویو مالي بندیزونو له مخې، د طالب مشرانو شتمنۍ کنګل کېږي، د دوی پر سفر بندیز لګول کېږي او دوی ته د وسلو د ورکړې مخنیوی کېږي.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال ډېوېډپټرویس او د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمیټې د مشر، ډیموکرات سناتور، کارل لیوین په غوښتنه د امریکا د خزانې وزارت دا اقدام د ملګروملتونو له لوري د تېرې اوونۍ د یوه ورته اعلان په دوام کېږي او د طالبانو هغه قوماندانان په کې شامل دي، چې د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې عملیات کوي.

د امریکا او ملګروملتونو د بندیزونو له مخې، د طالبانو مشرانو ته د ملګروملتونو له غړو هېوادونو څخه د هرراز مالي سرچینو مخنیوی کېږي او پر پاکستان یوځل بیا ټینګار کېږي، چې د وسله والو طالبانو پرضد جدي اقدامات وکړي.

د وسله والو مخالفینو په هغو مشرانو کې، چې د امریکا د بندیزونو په فهرست کې راغلي یو ناصرالدین حقاني د سراج الدین حقاني ورور او د جلال الدین حقاني زوی دی.

دوهم ګل آغا اسحق زی دی، چې ویل کېږي، د طالبانو د مالي چارو مشر دی. امریکايي چارواکي وايي، د طالبانو د مالي کمیسون مشر ګل آغا اسحق زی د طالبانو د مشر ملاعمر له نژدې سلاکارانو څخه دی او په کندهار کې د ځان وژونکو بریدونو د تنظیم لپاره یې پیسې راټولې کړې دي.

درېیم په پاکستان کې د طالبانو د نیول شوي قوماندان، ملا عبدالغني برادر خزانه دار امیرعبدالله دی. د امریکايي چارواکو په وینا عبدالله د چارواکو د غونډو د تنظیم مسوول دی او کویټ، سعودي عربستان، لیبیا او متحده عرب اماراتو ته یې سفرونه کړي څو د طالبانو لپاره بسپنه راټوله کړي.

امریکايي چارواکو له دې مخکې له پاکستانه پرله پسې غوښتنې کړې دي، چې د حقاني شبکې پرضد ځپونکي اقدامات وکړي او وايي، چې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د حقاني شبکې پر مرکزونو د برید په برخه کې د اسلام آباد زړه نازړه حرکات، په افغانستان کې د جګړې هڅو ته زیان اړوي.

پاکستان په دې برخه کې په ډېر احتیاط سره ګام اخلي او د هغو وسله والو پرضد په عملیاتو کې سست اقدامات کوي، چې د ځان لپاره یې مستقیم خطر نه بولي، ځکه پاکستان له ځینو افغان ډلو سره پخواني اړیکي لري او د ځینو کارپوهانو په وینا هغې ورځې ته یې ساتلي دي، چې نړیوال ځواکونه له افغانستان وزي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان حکومت د وسله والو طالبانو له ډلو سره د پخلاینې هڅې پیل کړې دي.

د امریکا د خزانې په وزارت کې د بهرنیو شتمنیو د کنټرول د څانګې مشر ادمېرال جې سځوبین وايي، پر دې درېیو کسانو د مالي بندیزونو له لګولو سره به دوی هغه مالي سرچینې ترلاسه نشي کړای چې د تروریستي عملیاتو لپاره اړتیا ورته لري.

نوموړي زیاته کړه، چې دوی به د تروریستي ډلو د مالي سرچینو د اخلال کار ته په کلکه دوام ورکړي څو د ولسمشربارک اوباما دا هدف چې په افغانستان کې ثبات غواړي، ترسره شي.
XS
SM
MD
LG