د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

جونس: نړېوال عادي ژوند ته د وسله والو مخالفینو د راګرځولو د پروګرام ملاتړي دي


په افغانستان كې د ايساف ځواكونو په چوكاټ كې له ټولنې سره د وسلوالو مخالفينو د بيا يو ځاى كولو د پروګرام مسوول ښاغلى تورنجنرال فيل جونس
په افغانستان كې د ايساف ځواكونو په چوكاټ كې له ټولنې سره د وسلوالو مخالفينو د بيا يو ځاى كولو د پروګرام مسوول ښاغلى تورنجنرال فيل جونس

په افغانستان كې ميشت ايساف ځواكونه وايي، چې په دغه هېواد كې د بيا يو ځاى كولو يا عادي ژوند ته د وسلوالو مخالفينو د پيا راګرځولو پروګرام د نړيوالې ټولنې له قوي ملاتړ څخه برخمن دى او دوى هڅه كوي، چې د دغه پروګرام په كاميابولو كې د افغان حكومت تر څنګ ودريږي. ويل كيږي چې په دې برخه كې هڅې د سولې د ملي مشورتي جرګې تر جوړيدلو ورسته چټكې شوې دي.

پوښتنه:

په افغانستان كې د ايساف ځواكونو په چوكاټ كې له ټولنې سره د وسلوالو مخالفينو د بيا يو ځاى كولو د پروګرام مسوول ښاغلى تورنجنرال فيل جونس له تاسې څخه په مننه، چې موږ ته مو د مركې وخت راكړ، زما لومړى پوښتنه دا ده، چې ايساف په افغانستان كې د بيا يو ځاى كولو د پروګرام په پلي كولو كې څه رول لري؟

ځواب:

دا هغه پروګرام دى چې افغان حكومت يې مشري كوي او ايساف يواځې همكار دى، هر هغه مرسته چې ايساف يې د بيا يو ځاى كولو د پروګرام د پر مخ بيولو په برخه كولى شي نه به ونه وايي.

پوښتنه:

تاسې عادي ژوند ته د وسلوالو مخالفينو د بيا راګرځولو بهير څنګه ارزوئ او دغه بهير څنګه پرمخ ځي؟

ځواب:

له تر اوسه د دغه بهير پيل دى او دغې موضوع ته هغه مهال پاملرنه وشوه، چې ولسمشر كرزي تير كال د خپلې لوړې په مراسم كې ورته اشاره وكړه، اوس د بيايوځاى كولو د پروګرام د پراختيا په حال كې يو، د سولې د ملي مشورتي جرګې تر جوړېدلو ورسته افغان حكومت هڅې پيل كړي دي، چې دغه پروګرام په ټول افغانستان كې پيل كړي.

پوښتنه:

ايا نړيواله ټولنه لا هم د دغه پروګرام ملاتړ كوي؟

ځواب:

د بيا يو ځاى كولو پروګرام د نړيوالې ټولنې له قوي ملاتړ څخه برخمن دى، فكر كوم چې پر دغې مسالې به د كابل په كنفرانس كې هم بحث وشي، په دغې غونډې كې نړيواله ټولنه په افغانستان كې د خپلو سياسي هڅو او د دغه لوى نوښت لپاره د سرچينو د برابرولو د دوام په برخه كې به هم خپل پراخ ملاتړ اعلان كړي.

پوښتنه:

ښاغلى جونس! ايا تر اوسه د دولت وسلوالو مخالفينو خپله وسله پر مځكه ايښې او بېرته له خپلې ټولنې سره يو ځاى شوي دي؟

ځواب:

د دغه پروګرام په پلي كولو سره شته داسې كسان چې له جګړې څخه يې لاس اخيستى او له ټولنې سره يو ځاى شوي دي.

د دوى يو شمير په وړو ډلو پورې تړلي دي او يو شمير يې بيا په هيڅ ډلې پورې نه دي تړلي.

پوښتنه:

فكر نه كوئ چې د سيميزو پوليسو جوړول به د بيا يو ځاى كولو په بهير اغيز ولري؟

ځواب:

نه دا هغه پاليسي ده، چې مشري يې د افغان حكومت له خوا كيږي خو ايساف او د امريكا متحده ايالاتو نه يې ملا تړ كوي.

د سيميزو ځواكنو جوړول د هغو كارونو يوه برخه ده، چې د سيمو د اوسيدونكو د ملاتړ په خاطر جوړه شوې ده څو بېرته ټولنې ته جذب شي.

پوښتنه:

د ورستۍ پوښتنې په توګه، ايا د پوځي هڅو تر څنګ د بيا يو ځاى كولو پروسه هم د سولې د تينګښت په برخه كې يو ښه انوښت ګنلى شو؟

ځواب:

ټول پوهيږي، چې له پوځي لارې د افغانستان ستونزې نه شي هوارېدلى، په دغه هېواد كې د جګړې د ختمولو لپاره په كار ده، چې سياسي هڅې هم تر سره شي.

دا واقعا د وسلوالو مخالفينو لپاره يو فرصت دى، چې بايد ورڅخه ګټه واخلي، لكه څنګه چې ولسمشر كرزي په دې ورستيو كې له دوى څخه وغوښتل چې مرورو وروڼو جګړه بس كړئ او د افغانستان له ملت سره بېرته پو ځاى شئ.


چې مركه يي دلته اورېدلاى شئ!
XS
SM
MD
LG