د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۱

سپنتا:په كابل كنفرانس كې به څوامنيتي طرحې مطرح كړو


د ولسمشر كرزي د كورني امنيت د شورا مرستيال ډاكټر رنګين دادفرسپنتا
د ولسمشر كرزي د كورني امنيت د شورا مرستيال ډاكټر رنګين دادفرسپنتا
افغان دولت په پام كې لري، چې په كابل كنفرانس كې څوامنيتي طرحې مطرح كړي، د ولسمشر كرزي د كورني امنيت د شورا مرستيال ډاكټر رنګين دادفر سپنتا ازادۍ راډيو ته وويل، چې په پام كې ده په دې كنفرانس كې د افغان امنيتي ځواكونو په پياوړتيا او تر ۲۰۱۴ ميلادي كاله پورې افغان امنيتي ځواكونو ته په تدريجي ډول د امنيتي چارو د مسوليت د سپارلو مسايل مطرح شي.

ښاغلي سپنتا د ډيوېډ پتريوس له طرحې، چې په دې وروستيو كې يي مطرح كړې، چې سيمه ييزو اوسيدونكو ته دې وسلې وركړل شي او خپله دفاع دې وكړي، ملاتړ وكړ او ويي ويل، چې دغه نوي ځواكونه به د كورنيو چارو وزارت په چوكاټ كې دنده ولري.

د ازادى راډيو خبريالي ماريا صديقي په دې اړه له ډاكټر سپنتا سره مركه كړې.

چې دلته يي اورېدلاى شئ!
XS
SM
MD
LG