د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

غزې ته روانې یو بېړۍ لار بدله کړه


د لیبیا په مرستو باره یوه کشتۍ چې په مدیترانې سمندر کې د غزې لور ته روانه شوې وه اوس یې خپل مسیر بدل کړی دی او نا معلوم خوا ته روانه شوې ده.اسرایلي چارواکو ویلي دغه کشتۍ اوس د مصر په لور په حرکت کې ده خو د لیبیا مقامات وايي د مرستو دا کشتۍ اوس هم د غزې تراړې په لور روانه ده .

اسرایلو لا دمخه په ډاګه کړې چې دغې کشتۍ ته به د غزې سواحلو ته د ورننوتو اجازه ورنه کړي.

په کشتۍ کې سپرو د مرستو تنظیمونکو له دې نه مخکې خبرداری ورکړی وه چې د اسرایلو لخوا غزې ته د کشتۍ د رسیدو د مخنیوي په وړاندې به مقاومت وکړي.

ددې وضیعت په اړه اندیښنه په دې خاطر مخ په زیاتیدو ده چې اسرایلو په مۍ میاشت کې غزې ته د کشتیو په تلونکي کاروان په برید کې نهه تنه فعالان ووژل .

اسرایلو د یونان دغه کشتۍ چې د مالدوا بیرغ پرې لګیدلی دی او د لیبیا مرستې په کې بار دي د مخنیوي او د هغې د مسیر بدلولو په هدف څلور جنګي کشتۍ استولي دي.

راپورونه وايي چې کشتۍ د چهار شنبې په ورځ د غزې له ساحل څخه د ۱۳۰ کیلومترو په واټن کې په انجن یا مشین کې د تخنیکي ستونزې له امله تم شوې ده.

د اسرایلو د ساینس او پوهنې وزیر د روانې اونۍ په سر کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هیڅ ډول کشتۍ ته به غزې ته د ورتګ اجازه ورنکړي.

دانیل هرشکویتز خبر یالانو ته وویل:

((اسرایلو په دې اړه خپله تګلاره نه ده بدله کړې او دا پالیسي روښانه ده. هیڅ کومې کشتۍ ته غزې ته د ورتګ اجازه نه ورکول کیږي. که چیرته دوي غواړي چې د غزې خلکو ته بشري مرستې ورسوي نو ورته د اسرایلو د اشدود بندرله لارې هرکلی وایو.))

په کشتۍ کې ۲۰۰۰ټنه بشري مرستې چې د لیبیا د مشر معمر القذافي د زوی سیف الاسلام قذافي لخوا تنظیم شوي بار دي او د ۱۲ تنو عملې په ګډون ۱۵ تنه فلسطیني پلوه فعالان هم په کې سپاره دي.

له دې نه مخکې د مصر حکومت وویل که چیرته د مرستو دغه کشتۍ د دوی عریش ساحل ته ورسیږي نو مصر به د مځکې له لارې د کشتۍ بشري مرستې د غزې خلکو ته انتقال کړي.

بل لور ته په یونان کې د چهارشنبې په ورځ د کارګرانو ټولنې چې د کمونسټ ګوند ملاتړ ورسره دی او غزې ته د مرستو د کشتیو پلوي کوي د اتن په نړیوال هوايي ډګر د اسرایلو د پالیسۍ په وړاندې د عکس العمل څرګندولو په لړ کې دغه هیواد ته رواندیونکۍ یو پرواز وځنډوه.
XS
SM
MD
LG