د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۱۸

یکشنبې د چنګاښ ۲۰مه


کابل چاپ ډېریو ورځپاڼو په افغانستان کې د ناټو د عمومي قومندان له خوا د وسله والو مخالفینو پر ضد د وسله والو ملیشو د جوړلو پر طرحې تبصرې کړي دي او لیکلي یې دي، چې له دې طرحې ولسمشر حامد کرزي سخت مخالفت ښودلی. په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال پټرویس په عراق کې ورته تګلاره خپله کړې وه، چې بریالۍ شوه، خو افغان چارواکي او د چارو کارپوهان وايي، چې عراق او افغانستان سره جلا دي او خلک یې هم جلا ذهنونه لري.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په يوه مطلب كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د نوي عمومي قومندان د وسلوالو مليشو د جوړولو پر طرحې تبصره كړې.

په مطلب كې راغلي، نوموړي دا طرحه پخوا په عراق كې پلې كړې وه او د وسلوالو مخالفينو پر ضد يې قومونه وسلوال كړي و.

په مطلب كې زياته شوې، خو د نوموړي دغه طرحه د افغان حكومت په ځانګړې توګه جمهور رييس حامد كرزي له سخت مخالفت سره مخ شوې ده.

ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې په هلمند ولايت كې د كوكنارو د كښت په اړه تبصره كړې ده.

په مطلب كې د څو تنو هغو بزګرو نظرونه راخيستل شوي دي، چې سږ كال يې د كوكنارو پر ځاى نور شيان كرلي دي او وايي، اوس ورته بازار نشته. دغو بزګرو خبردارۍ وركړى، چې كه يې دولت ستونزې هوارې نه كړي او د حاصلاتو لپاره يې بازار پيدا نه كړي، نو به بېرته د كوكنارو په كر لاس پورې كړي.

ویسا:

ويسا ورځپاڼې هم د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې كې د جنرال پټرویس د مليشې جوړولو پر طرحې تبصره كړې ده.

په سرمقالې كې راغلي دي، دا هغه طرحه ده، چې په عراق كې پلې شوې خو ليكوال پوښتلې، ايا د افغانستان او عراق ټولنې كټ مټ يو ډول ارزښتونه، ستونزې او لانجې لري چې يو ډول طرحې دې په كې پلې كړاى شي؟

ويسا په يوه بل مطلب كې هم د ځينو كارپوهانو نظرونه راخيستي، چې ويلي يې دي، په افغانستان كې به قومي مليشې جوړول يوه ناكامه او خطرناكه تجربه وي.

په مطلب كې راغلي د قومي مليشو جوړول او د كليوالو خلكو وسلوال كول په افغانستان كې د امريكا د اردو د ستراتيژۍ يوه برخه ده، چې د جمهور رييس حامد ركرزي له سخت مخالفت سره مخ شوې.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ كې د ناټو د نوي قومندان او د حامد كرزي ترمنځ ناندرۍ ترسرليك لاندې، د مليشه جوړولو پر سر د جنرال پټرویس او افغان دولت ترمنځ اختلافات څيړلي دي.

په مطلب كې د كارپوهانو له قوله ليكل شوي، د ناټو نوى عمومي قومندان به د پخواني هغه برعكس د افغان جمهور رييس حامد كرزي لپاره يو سرخوږى وي او ښايي په ډېرو نور مواردو كې هم د دوى ترمنځ اختلافات رابرسيره شي.

هېواد:

هيواد دولتي ورځپاڼې خپلې سرمقالې كې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په برخه كې سيمه يېزه همكاري مهمه بللې.

په سرمقالې كې راغلي، تيرو كلونو ثابته كړه، هغه هېوادونه چې د خپلو ستراتيژيكو موخو لپاره يې ترهګرۍ او بنسټ پالنه پالل په خپله يې ښكار شول. د سرمقالې د ليكوال په باور سيمه يېزه همكاري په سيمه كې د ګڼو ستونزو د حل، د ثبات راوستلو او اقتصادي پرمختګ لپاره برخليك ټاكوونكى رول لري.

باختر:

باختر ورځپاڼې په يوه مطلب كې په افغانستان كې د ولايتي شوراګانو د واكونو په اړه تبصره كړې او ليكلي يې دي، ولايتي شوراګانې تراوسه پورې د خپل هويت د تعريف په لټه كې دي.

په مطلب كې راغلي ولايتي شوراګانې هم په واقعيت كې په يوه داسې وضعيت كې دي، چې په ولايتونو كې د حكومت د هرې بلې برخې په شان د خپل نفوذ او قدرت په اندازه رول لوبوي.

ليكوال زياتوي، كه د كومې ولايتي شورا غړي زور ولري، نو وخت ناوخته د والي دفتر ته ورتلاى شي او پوښتلاى يې شي، خو كه زور ونه لري نو بيا يې رول همداسې سمبوليك پاتې كيږي.
XS
SM
MD
LG