د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

يعقوبي : شپږ تنه ځانمرګو په كندز كې پريوه بهرني مېلمستون بريد وكړ


په كندز كې پر بهرني مېلمستون د بريد په پايله كي، د دوو بهرنيانو په كډون څلور تنه وژل شوي دي.

د كندز د امنيې قوماندان جنرال محمدرزاق يعقوبي آزادى راډيو ته وويل، نن سهار درى بجې، شپږ تنه ځانمرګي په كندز ښار كې پر يوه بهرني مېلمستون بريد وكړ.

د نوموړ په وينا د امنيتي سرتېرو او ځانمرګو تر منځ نښته كې څلور تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

د كندز د امنيې قوماندان زياته كړه، شپږ تنه ځانمرګي هم د امنيتي سرتېرو لخوا ووژل شول.

په كابل كې د آزادى راډيو خبريالې ماريا صديقي د كندز د امنيې له قوماندان جنرال محمدرزاق يعقوبي سره په دې اړه مركه كړې ده:

ددې مركې د اورېدو لپاره دلته كيكاږئ!
XS
SM
MD
LG